د فرښته مومند د قتل په تور کښې د هغې نزدې خپل نيول شوې

د اسلام آباد په شهزاد ټاون کښې د مبينه جنسي زياتي ورسته د قتل شوي فرښتې د وژنې په تور کښې پوليس د هغې نزدې خپل نيولې دے۔

د پوليس ترمخه نيول شوي ملزم د ماشومې فرښتې نزدې خپل دې کوم چې د وړاندې نيول شوو کسانو په نشاندهۍ پوليسو په خپله ولقه کښې اخستې دې۔

د پوليس لخوا د نيول شوي ملزم په اړه نور تفصيلات نه دي وړکړې شوي خو ولي د پلټنو دائره غځولې شوې ده۔

څرګنده دي وي چې د لس کلنې فرښتې مړې دوۀ ورځې وړاندې د جنګله ميلاؤ شوې کومي د پوسټ مارټم لپاره پولي کلينک هسپتال ته رسول شوې ؤ۔

فرښته چې تعلق ئې د خيبرپښتونخوا قبائلي ضلع مومند سره ښودل شوې د خپلې کورينۍ سره د اسلام آباد په شهزاد ټاون کښې ميشته ؤ او د مئ په پنځلسمه نيټه بے درکه شوي ؤ۔

د کورينۍ په وينا پوليس د فرښتې د بے درکه کيدو ايف آئي آر څلور ورځې پس درج کړي او په پينځمه ورځ د هغې مړې د مبينه جنسي زياتي ورسته په سوځيدلي حالت کښې ترلاسه شوے دے۔

ياده دي وي چې په ايف آئي ار کښې د لم ليټ نه کار اخستو په وجه د فرښتې کورينۍ د پوليس په ضد ترامړي چوک کښې سره د مړي احتجاجي دهرنا ورکړي ده۔

Show More

Related Articles