“حکومت اسلام آباد کښي پښتنو ته په تحفظ ورکولو کښې ناکامه شوې”

حکومت په ملک کښې د امن او امان پله خصوصي پاملرنه وکړي ولې چې د ويرې په ماحول کښې نه خو ژوند کيږي او نه د ژوند کارونه

په اسلام آباد کښې د مبينه جنسي زياتي ورسته د وژل شوي فرښته مومند د قتل په ضد باجوړ کښې هم د احتجاجي مظاهرو لرۍ شروع شوي ده۔

دې لړ کښې نن د سياسي ګوندونو، ځوان ممبرانو او سماجي ټولني ځوانانو لخوا د باجوړ پريس کلب مخي ته احتجاجي مظاهره شوي چې پکښي مظاهره کونکو ويلي حکومت اسلام آباد کښي پښتنو ته په تحفظ ورکولو کښې ناکامه شوې، زمونږ خلک د غربت له وجې خپلې سيمي پريږدي او ستاسو بندوبستي سيمو ته درشي خو ولي هلته د هغوي مړي موندلې شي۔

دغه مظاهره کښې ګل افضال، مولانا خان زيب، ډاکټر حميد رحمان ، ايوب خان او نورو د حکومته غوښتنه کړې بايد حکومت په ملک کښې د امن او امان پله خصوصي پاملرنه وکړي ولې چې د ويرې په ماحول کښې نه خو ژوند کيږي او نه د ژوند کارونه۔

بلخوا تيره شپه هم د عوامي نيشنل ګوند ترسيوري لاندي د باجوړ په خار چوک کښې د يادي پيښې په ضد احتجاجي مظاهره شوي چې پکښې د فرښته مومند د وژني په کلکه غندنه شوي ده۔

دغه مظاهر کښې د حکومته غوښتنه شوي چې د داسې ناوړو پيښو مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته شي او د متعقله تاڼي د ايس ايچ او په ضد دي کارروائي وکړې شي۔

څرګنده دي وي چې تيره شپه د اسلام آباد کښې د انتطاميې او د وزيراعظم مشير علي نواز سره د کامياب مذاکراتو نه پس د فرښتې پلار ګل بني د مظاهره کونکو په سلا احتجاجي دهرنا ختمه کړې ده۔

تر دوۀ ساعته دوام لرونکي مذاکراتو په مهال د انتظاميه او حکومت لخوا مظاهره کونکو ته باور ورکړې شوې چي د پيښې په اړه د مقدمې نه درج کولو په لړ کښې به ايس ايچ او نيولې شي۔

دويم دا چې د پولي کلينک انتظاميه په ضد به د پلټنو لپاره جوډيشل کميشن جوړولې شي او له دې ترڅنګ د کيس په پينځلس ورځو کښې پلټنو لپاره کميټي جوړه شوي چې له مخي به ئې جے آئي ټي د خپلو پلټنو څخه سيلم خان ايډوکيټ، عبدالرحيم وزير ايډوکيټ او عصمت شاه جهان د روزانه په بنياد خبروي له کومې ورسته چې به په پينځلس ورځو کښې چالان د اسلام آباد په ماډل کورټ کښې وړاندي کوي او پينځه څلويښت ورځو کښې به فيصله کيږي۔

Show More

Related Articles