محمود خان : د شمالي وزيرستان اولس ته به ډير ريليف ورکړې شي

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان ويلي د قبائلي ضلعې شمالي وزيرستان اولس ته به ډير زر ريليف ورکړې شي۔

وزيراعلي هاؤس پيښور کښې د ميرانشاه بازار د سوداګرو ايګزيکټو کمټئ نمائنده  ډلې سره د ملاقات په مهال محمود خان ويلي د شمالي وزيرستان خلکو د ملک له خاطر نه هيرويدونکي قربانۍ ورکړي، د ترهه ګرۍ په ضد د دغه خلکو چې څومره هم زيان شوې د وخت واکمند به ئي آزاله په هر حال کښې باوري جوړوي۔

په دې موقع وزيراعلي محمود خان سره د ميرانشاه نه راغلي د اتمانزئ ايګزيکټيو کميټئ په غړو کښې صدر جمال الدين، حاجي نيک زلي خان ، ملک عبدالروف ، ډاکټر عمران او نورو ملاقات کړے او وزيراعلي ئې د ترهه ګرۍ په ضد شوي آپريشن کښې د شوي زيان نه خبر کړے دے۔

وزيراعلي محمود خان د ريليف او ري هيبيليټيششن څانګي ته امر ورکړي چې په هنګامي بنيادونو د وفاقي ايف ډي ايم اے او د شمالي وزيرستان څخه د شوي زيان رپورټ ترلاسه کړي او د شوي زيان لګښت لګولو سره دې رپورټ هغه ته وړاندي کړي۔

د وزيراعلي محمود خان لخوا راغلي د شمالي وزيرستان ډلي ته باور ورکړي شوې چې هغه به دې لړ کښې زرتر زره د وفاق سره خبره کوي او وفاقي حکومت به د دې حل کولو لپاره خپله هڅه کوي۔

هغه وويل د موجوده حکومت مقصد د قبائلي اولس د خوشالۍ او خير ښيګړې لپاره هر ممکن ګامونه پورته کول دي۔

هغه زياته کړه په ضم شوي ضلعو کښې د ترقۍ نوې دور شروع شوي او هغه وخت لري نه دي چې دغه ضلعې به د صوبې د نور ضلعو سره سنګ په سنګ مزل کوي۔

Show More

Related Articles