قبائلي ضلعو کښې د صوبائي اسمبلۍ ټاکنې، اليکشن کمشين معلومات خپاره کړي

د قبائلي ضلعو لپاره قامي او صوبائي اسمبلۍ کښې د څوکو د اضافي په اړه شپږويشتم آئيني ترميم د قامي اسمبلۍ منظور شوي د کومې ورسته چې په قبائلي ضلعو کښې د جولايۍ په دويمه نيته کيدونکي د صوبائي اسمبلۍ ټاکنې په ممکنه توګه ځنډيدلې شي خو ولې د واضح احکاماتو نشتوالي له وجي اليکشن کميشن د انتخاباتو په تيارۍ کښې بوخت دے۔

دې لړ کښې نن اليکشن کميشن په شپاړس څوکو کيدونکي ټاکنو لپاره د ختمي اميدوارانو په اړه معلومات خپاره کړي چې ترمخه ئي د صوبائي اسمبلۍ څوکو لپاره څلور سوۀ اووۀ ديرش اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذات جمع کړي دي۔

د اليکشن کميشن ترمخه د زنانؤ ځانګړي څلورو څوکو لپاره ديرش اميدوارانو  ولي د اقيلتي يوې څوکۍ لپاره نهه د نامزدګۍ کاغذونه جمع شوي دي۔

همدارنګ د جنرل څوکو لپاره د ديروش اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونو رد شوې او د څلور سوۀ څوارلس اميدوارانو منظور شوي دي۔

له دي ترڅنګ د زنانؤ څوکو لپاره نامزد شوي کاغذونو کښې دوۀ ويشت رد او اته منظور شوي او چې د اقليتي څوکو لپاره هم شپږ رد او درې د نامزدګۍ کاغذونه منظور شوي دي۔

Show More

Related Articles