د فرشتې کورينۍ لپاره د امداد په توګه د شل لکه روپو منظوري ورکړې شوې

د اطلاعاتو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستياله فردوس عاشق اعوان اسلام آباد کښې د جنسي زياتي ورسته د وژل شوي فرشتې کور ته ورغلې او هلته ئې متاثره کورينۍ ته باور ورکړې چې په پيښه کښې ککړ ملزمان به ډير زر خپل انجام ته رسولې شي۔

بلخوا د حکومت لخوا د فرشتې کورينۍ لپاره د امداد په توګه د شل لکه روپو منظوري هم ورکړې شوې او دا چې شهزاد ټاؤن ملزم پخواني ايس ايچ او محمد عباس د ګرفتارۍ نه بچ کيدو لپاره تر د مئ يو ديرشمي نيټې پوري ضمانت اخستې دے۔

څرګنده دي وي اسلام آباد کښې د جنسي زياتي ورسته د وژل شوي لس کلنې فرشتې په کيس کښې پوليس شپږ ملزمان نيولې چې پکښې د هغې نزدې خپل هم شامل دے۔

د پيښې پلټنو لپاره دوۀ ټيمونه تشکيل شوي او لاهور ته فرانزک ډلي له اسلام آباده رسيدلې څوک چې به د ملزمانو پولي ګرافک ټيسټ کوي۔

د پوليس ذرائعو ترمخه د موبائل ټريسنګ نه علاوه د سيمي موجوده سي سي ټي وي فوټيج هم ترلاسه شوي له کومې په مرسته چې به اصلي ملزم نيولې شي۔

بلخوا د فرشتي د پلار ګل نبي وينا ده چې د هغه څوک خپل نشته خو بس چې د لور قاتل کښي ونيولې شي۔

همدا رنګ د فرشتې په پوسټ کښي د لم ليټ نه کار اخستونکي د پولي کلينک هسپتال ايم ايل او ډاکټر عابد شاه هم د خپلي څوکۍ څخه لري کړي شوې دې۔

له دې سره سره د فرشتي کور ته د اعلي چارواکو د ورتګ لړۍ دوام لري چې پکښې تراوسه د فردوس عاشق اعوان پشمول، د عوامي نيشل ګوند ميا افتخار حسين، پخوانې چيف جسټس افتخار محمد چوهدري او د پارليماني چارو وزير علي محمد خان د متاثره کورينۍ سره غمرازي ښکاره کړې ده۔

Show More

Related Articles