بيټني : سيکورټي فورسز سره نښته کښې دوۀ شرخوښي وژل شوي

شمالي وزيرستان کښې په سيکورټي فورسز بمي حمله کښې يو اهلکار ژوبل ولې سب ډويژن بيټي کښې د سيکورټي سره په نښته کښې دوۀ شرخوښي وژل شوي دي۔

د زرائع ترمخه ميرانشاه ته تلونکې د سيکورټي فورسز په ګاډي باندې د شمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کښې بمي حمله شوي چې پکښې لانس حوالدار ابرهيم نومي اهلکار ژوبل شوي څوک چې د ذرائعو په وينا د ميرانشاه ايف ټي سي هسپتال ته رسول شوے دے۔

بلخوا د لکي مروت سب ډويژن بيټني سيمه کښې د سيکورټي سره نښته کښې دوۀ شرخوښي وژل شوي دي۔

د سيکورټي ذرائعو ترمخه سيکورټي فورسز په سيمه کښې د شرخوښو په ضد د معمول په عملياتو بوخت ؤ چې دغه مهال دوي ته خبر ورکړې شوي چې څه شرخوښي شادي خيل او په علي خيل سيمه کښې د وران کارۍ منصوبه جوړول غواړي۔

د خبر ترلاسه کيدو ورسته امنيتي ځواکونو په سيمه کښې ګزمه ( ګشت) شروع کړې چې دغه مهال د شاهين ترهه ګرې ډلې سره تعلق لرونکي شرخوښي دوي له مخي ته ورغلي چې له امله ئې د دواړو ترمنيځ د ډزو بدلون شوي او دوۀ شرخوښي پکښې وژل شوي دي۔

د وژل شوي ترهه ګرو پيژندګلو د زبير عرف داؤد فدائي او د وزير زمان عرف انګار همدرد په نومونو شوې چې له ولقې نه ئي يو موټرسائيکل او دوۀ ايس ايم جي برآمد شوي دي۔

ذرائعي زياتوي چې په نښته کښې د وژل شوي شرخوښو مړې خپلو خپلو وارثانو ته سپارل شوي دي۔

Show More

Related Articles