خيبر: د جون اوولسمي نه تر دريوشتمې نيټې پوري کيدونکي پوليو مهم لپاره تګلاره ټاکل شوې

دا ځل به په ټوله خيبر ضلع کښې شاوخوا دوۀ لکه دولس زره او څلور سوه شپږ اوويا ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅکي ورکولې شې

قبائلي ضلع خيبر کښې د جون پر اوولسمه نيټه شروع کيدونکې د پوليو مخنيوي مهم په لړکښې پيښور خيبر هاؤس کښې يوۀ غونډه ترسره شوي چې پکښې په ټولو مهمو چارو خبري شوي دي۔

دغه غونډه د خيبر ضلعې ډپټي کمشنر محمود اسلم وزير په مشرۍ کښې ترسره شوي چې پکښې د ديني عالمانو ترڅنګ د پوليو افسرانو، سيکورټي چارواکو او د سيمي مشرانو ګډون کړے دے۔

غونډه کښې ډپټي کمشنر محمود اسلم وزير وويل چې د پوليو مهم پر ضد شوي ټولي پروپيګنډې بے بنياده دي او د پيښور په يو کلي کښې د پوليو مهم په مهال شوي ډرامه فلاپ شوي ده۔

په دې موقع د پوليو مهم کاميابۍ سره ترسره کيدو لپاره د خيبر ضلعې ډي سي د پوليو چارواکو او د ټولو تحصيلونو اسسټنټ کمشنرانو ته امر ورکړې چې دې لړ کښې د ټولو ډپارټمنټ نه علاو سياسي او سماجي تنظيمونو پشمول قبائلي مشرانو او د ميډيا نمائندګانو سره ځان ځان له سيشن واخستې شي۔

له دي ترڅنګ په نزديو کښې لري پرته سيمه تيراه ته بيرته تلونکي کډوالو لپاره هم په خپلو سيمو کښې ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو لپاره تګلاره جوړه شوي ده۔

غونډه کښې پريکړه شوي چې د جون د اوولسمې نه تر درويشتمې نيټې پورې کيدونکې د پوليو مهم په هر صورت کامياب وګرځولې شي د کومې لپاره چې به په شريکه تګلاره جوړولې شي۔

غونډه کښې دا هم وويل شول چې دا ځل به په ټوله خيبر ضلع کښې شاوخوا دوۀ لکه دولس زره او څلور سوه شپږ اوويا ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅکي ورکولې شې او په دې مهم کښې به نهه سوه دوه ټيمونه او شپږ اوويا سپروائزر برخه اخلي۔

Show More

Related Articles