د قبائلي ضلعو د انضمام نه روسته صنعت کار ولي انديښمن؟

سینیټ چیئرمین صادق سنجرانی د قبائلی ضلعي خیبرباړے صنعت کارو له باور ورکړي دي چي قبائلي ضلعو کښي د ټيکس فري نه علاوه د صنعتي زون جوړولو او د روزګار په شمول نورے اسانئ به هم ورکولے شي

علی اختر آفریدي

سینیټ چیئرمین صادق سنجرانی د قبائلی ضلعي خیبرباړے صنعت کارو له باور ورکړي دي چي قبائلي ضلعو کښي د ټيکس فري نه علاوه د صنعتي زون جوړولو او د روزګار په شمول نورے اسانئ به هم ورکولے شي۔

د باړے تحصيل صنعت کار حاجي عمر خان ،حاجي شفيق افريدي،زبيرافريدي او نورو د سنيټر مرزا محمد آفريدي او د فاټا سټيل ملز صدر محمد اسلم آفريدي په مشرے کښي چيئرمين صادق سنجراني سره ليده کاته کړي دي۔

د صنعت کارو ډلي د سينيټ چيئرمين د فاټا انضمام په وخت په قابئلي ضلعو کښي پنځه ټيکس فري زونونه ګرځولو سره د حکومت اعلان روسته په دے د عمل نه کولو ګيله کړي ده۔

په دے موقع صنعت کارو د سينيټ چيئرمين په قبائلي ضلعو کښي د زيات ټيکسونو په حواله د سخت رد عمل نه خبر کړي دے۔

دوي وئيلي چي قبائلي ضلعو کښي کارکانے نور بد حال طرف ته روانے دي او که چري قبائلي ضلعو کښي دا کارخانے د ټيکس نه استنثي نه کري شوي نو دلته به د انډسټري زون جوړولو خوب نمګړي پاتي شي۔

په دے موقع د سينيټ چيئرمين ايف بي آر او نور متعلقه چارواکو غونډه رابللو سره په ضلعو کښي صنعت کارو ته د ورپيښو مسلو په سمدستي توګه د هوارولو هدايت کړي دي۔

Show More

Related Articles