ټانک کښې په معمولي خبره مشر ورور خپل کشر ورور وژلې

د وژل شوي تن پيژندګلو د عبدالمالک په نامه شوي څوک د تنګي اوسيدونکې ؤ او د تنګي پوليس ته ۳۲۴ کښې مطوب ؤ

د جنوبي وزيرستان په ټانک سيمه کښې په معمولي تاوتريخوالي مشر ورور خپل کشر ورور په ډزو وژلې دے۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي مختيار نومي تن د روژه ماتي په وخت په معمولي خبره خپل کشر ورور عبدالرحمن باندې ډزي کړې چې له وجې ئي هغه په موقع مړ شوے دے۔

د پوليس ترمخه وژل شوي عبدالرحمن ټيلي نار فرنچائز کښې ملزم ؤ۔

بلخوا قبائلي ضلع مومندو کښې پوليس د ځوابي کارروايۍ په مهال يو وسله تن په ډزو وژلې دے۔

دې لړ کښې د پوليس وينا ده چې د پړانګ تحصيل ارنګ چوک سره نزدې د ناکه بندۍ په مهال يو موټر سائيکل چلونکي ته د ودريدو اشاره شوي خو ولې هغه تښتېدلي او پر پوليسو ئي ډزو کړې چې په ځواب کښې پوليس هغه تن په ډزو وژلې دے۔

د پوليس ترمخه د وژل شوي تن پيژندګلو د عبدالمالک په نامه شوي څوک د تنګي اوسيدونکې ؤ او د تنګي پوليس ته ۳۲۴ کښې مطوب ؤ۔

پوليس ويلي چې مړې ئي د پوسټ مارټم لپاره د شبقدر تحصيل هيډ کواټر هسپتال ته رسولې دے۔

له دې سره سره د بره دير په دوآبه کلي کښې د آسماني بجلۍ پريوتو له وجي يو تن مړ او درې نور ژوبل شوي دي۔

پوليس وائي ژوبل شوي کسان ئي د تيمرګرې ډي ايچ کيو هسپتال ته رسولي چرته چې د هغوي حالت له ويرې بهر ښودل شوے دے۔

Show More

Related Articles