شمالي وزيرستان: پي ټې ايم او سيکورټي فورسز ترمينځ انښته دري کسان مړه

بلخوا د پي ټي اېم نمائندګانو تور لګولې چې مظاهرینو سره هیڅ قسمه وسله نه وه ولې حمله فوځ لخوا شوې ده چې پکښې بېګناه کسان وژل شوې او ژوبل شوې دي.

شمالي وزیرستان کښې د پي ټي اېم او فوځ تر مینځه انښته کښې درې کسان مړه، فوځیانو په شمول یو شمیر ژوبل
شمالي وزېرستان کښې په چیک پوسټ د پي ټي اېم او فوځیانو تر مينځه انښته کښې درې کسان مړه او ځېني فوځیانو په شمول یو شمیر ژوبل شوې دي. فوځ د اېم اېن ای علي وزیر په شمول اته کسان ګرفتار کړې شوې هم دي ولې دوانړه ډلو د حملې ذمه واري په یو بل اچولې ده.
د فوځ ترجمان ادارې آئي اېس پي آر مطابق نن غرمه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ څه ملګرو په دته خېل تحصیل کښې په خړ کمر چیک پوسټ ورغلي او یو ګرفتار تن خلاصولو کوشش ئي کړې دې په کومه چې دوانړه ډلې انښتې او په یو بل ئي ډزې کړې. د بیان تر مخه د مظاهرینو ډزو کښې پنځه فوځي اهلکار ژوبل شوې او جوابي کاروائي کښې درې حمله کوونکې مړه او لس پورې ژوبل شوې دې. آي اېس پي آر وائي چې فوخیانو په شمول ټول زخمیان هسپتال ته رسولې شوې دې ولې بل اړخ ته موقعې نه علي وزیر په شمول اته کسان نیولې شوې دي.
ډي جي آئي اېس پی آر مېجر جنرل آصف غفور ټوئټر د لارې خپل پیغام کښې وېلي چې د پي ټي اېم پلویان بعضې عناصر خپل ناوړي مقصدونو د پاره د ریاستي ادارو خلاف استمالوي ولې هیڅ چا ته به اجازه ونکړې شي چې د کلونو محنت او بهادره قبائلو قربانو په نتیجه کښې راغلې امن ته نقصان ورسوي. ده وېلي چې د پي ټي اېم معصومه مرستیالو خیال او تحفظ پکار دې.
بلخوا د پي ټي اېم نمائندګانو تور لګولې چې مظاهرینو سره هیڅ قسمه وسله نه وه ولې حمله فوځ لخوا شوې ده چې پکښې بېګناه کسان وژل شوې او ژوبل شوې دي.
بل اړخ ته سیاسي مشرانو هم دا پېښه سختو ټکو کښې غندلې. د پښتنو ملت پاله پارټي عوامی نېشنل پارټي مشر اسفندیار ولي خان په حکومت غږ کړې چې خپل ځآن کښې برداشت پېدا کړې او د خپل حق لپاره آواز پورته کوونکو خلاف د وسلې استمال نه ډډه وکړې. ده وئيلې چې حکومت ته پيښه کښې زخمی شوې کسانو علاج بندوبست وکړي او ګرفتار کړې شوې کسان دې په فوري توګه خوشي کړې شي.
پېښې په اړه د پاکستان پيپلز پارټۍ شریک چئیرمین بلاول بهټو هم د پېښې غندنه کړې او وئيلې چې احتجاج د هرې پارټۍ حق دې ولې د دغه حق خیال دې وساتلې شي او ریاست نه ګیله مند خلک ته سینې ته نژدې کړې شي.

Show More

Related Articles