“معلوماتو ته د رسائي قانون به قبائلي سیمو کښې د حکمرانۍ طرز بدلوي”

ده زیاته کړه چې وړاندې دا قانون د خېبرپښتونخوا اولس ضلعو کښې لاګو وؤ او هغلته دې له وجې ډیرې مثبت تبدیلیانې کتلې شوي دي

افتخار خان

د خېبرپښتونخوا حکومت په دریویشتم اپریل د ټولو قبائلي ضلعو ته معلوماتو ته د رسائي قانون غځولو اعلان کړې او دې لړ کښې ي ټولو سرکاري محکمو ته هدایات جاري کړي چې محکمه کښې دننه پبلک انفارمیشن افسران وټاکي کومه به چې اولس ته د دې قانون لاندې معلوماتو ورکولو ذمه وار وي.

دا قانون یو عام تن ته د سرکاري محکمو د فنډونو جاري کېدو او خرڅ کېدو، بهرتیانو، د ترقیاتي کارونو تفصیلات، ټهیکو او نور داسې معلوماتو ترلاسه کولو اختیار ورکوي. پوهان وائي چې یو جمهوري ملک او معاشره کښې دې قانون ته ډیر اهمیت ترلاسه وي او دا چې دې قانون لاندې سرکاري چارواکي د خپلو ټولو کړو وړو د پاره جوابده کولو سره د کرپشن مخه کافي حده پورې نیولې کېدې شي.

د آر ټي آئي کمېشن ترجمان سادات خان ټي اېن اېن سره خبرو کښې طمع څرګنده کړې چې دې قانون غځېدو سره به قبائلی سیمو کښې د حکمرانې طرز په مکمل توګه بدل شي او ورسره به ښکاره بدلون راشي.

ده زیاته کړه چې وړاندې دا قانون د خېبرپښتونخوا اولس ضلعو کښې لاګو وؤ او هغلته دې له وجې ډیرې مثبت تبدیلیانې کتلې شوي دي.

قبائلي اولس هم دې قانون ته هرکلې کړې او په نفاذ ئي خوشالي څرګنده کړې ده.

په دې اړه د کرمې پاړه چنار قبائلي مشر حاجي روف طوري ټي اېن اېن ته اوېل چې وړاندي قبائلي سیمو کښې سرکاري محکمو قریباً خپل ټول معلومات اولس نه پټ ساتل او هیڅ چا ته به دغه معلوماتو ته رسائي نه وه ولې اوس آر ټي آئي سره محکمې د معلوماتو ورکولو پابند شوې دې کومه چې د عام اولس لپاره ډیره مهمه او ګټه وره خبره ده.

حاجي روف اوېل “دې قانون راتلو سره طمع ده چې د سرکاري افسرانو روئي هم مثبت اړخ ته بدلې شي، ځکه چې اوس به د هغوي بادشاهي نه چلیږي

قبائلي سیمو کښې د اېف سي ار قانون په موجودګۍ کښې سرکاري افسرانو د خپلې مرضې ژوند کولو او د تپوس پوښتنې ترې هیڅ داسې باقاعده نظام نه وؤ، ولې اوس پوهان وائی چې معلوماتو ته د رسائي قانون سره ټول سرکاري افسرانو عام اولس ته جوابده شوې دي.

د شمالي وزیرستان سماجي غړې انور خان وائي چې قانون سره به نه صرف د کرپشن مخنیوې ممکن شي بلکه د بهرتیانو عمل به هم ډیره حده پورې شفاف شي.

انوار خان ټي اېن اېن سره خبرو کښې اوېل چې دې قانون سره به میرټ هم یقیني شي. “بهرتیانې به اوس په پټو سترګو نه کیږي، هر درخاست ورکونکي ته به حق حاصل وي چې د بهرتۍ عمل نه تفصیلات ترلاسه کړي. هم دا رنګ تعلیمي ادارو کښې به هم داخلې په شفافه طریقې سره کيږي

خېرضلعې باړې تحصیل سره تعلق لرونکې خبریال خادم خان افریدې خیال لري چې دې قانون سره به قبائلي سیمو لپاره مختص ترقیاتي فنډ په خرڅ کښې شفافیت او تعمیراتي کارونو کوالټۍ کښې غوره والې راشي. ده زیاته کړه چې دې قانون نه خبریالانو ته د عام خلکو په نسبت زیات فائده رسیږي ځکه چې نوي او آزاد معلوماتو حاصلولو سره به ورته ځآنګړي رپورټونو جوړولو موقع په لاس ورشي.

“اوس که مونږ ته یو حکومتي چارې یا منصوبې په اړه اندازه ولګي یا راته شک راشي چې کرپشن پکښې کيږي نو مونږ به کولې شو چې آر ټي آئي قانون لاندې د هغې په اړه معلومات ترلاسه کړو او ځآنګرې رپورټ په شکل کښې ئي د اولس مخکښې راؤړو” خادم خان افریدي اوېل او زیاته ئي کړه چې زیاتې ترلاسه کولو لپاره د دې قانون نه آګاهي ترلاسه کول ډیرضروري دي.

د اورکزئی ځوانانو یو مقامي تنظیم غړې خالد خان هم د خادم خان دې موقف تائید کوي چې د دې قانون کامیابۍ لپاره اولس کښې اګاهي راوستل ضروري دي. ټي اېن اېن سره خبرو کښې خالد خان اوېل چې بغیر د پوهې دې قانون نه څوک هم فائده نشي ترلاسه کولې.

ده اوېل “که مونږ اوګورو نو خېبرپښتونخوا کښې تر دې دمه آر ټي آئي قانون نه زیاتو خلکو فائدې نه دې ترلاسه کړې، او اصل وجه ئي د اولس ناخبرتیا ده”

خالد خان اوېل چې که قبائلي سیمو کښې د قانون لاګو کولو سره په دې اړه د اګاهۍ غونډې پېل کړې شي نو طمع ده چې زیات نه زیاته فائده به ترې واخستل شی.

د اګاهې په اړه د آر ټی آئي کمېشن ترجمان سادات خان وائي چې دې لړ کښې دوې وړاندې نه منصوبه بندي کړې ده او ډیر زر به په دې لاس پورې کړې شي او ځآئي په ځآئي د قانون نه اګاهۍ غونډې راجوړولې شي.

 

Show More

Related Articles