قبائلي سیمو لپاره د یو ارب روپو قرضو سکیم نه څوک فائده ترلاسه کولې شي؟

افتخار خان

خېبرپښتونخوا حکومت نوې ضم شوې قبائلي سیمو کښې د غربت او بیروزګارۍ خاتمې لپاره د انصاف روزګار سکیم په نامه پنځلسم اپرېل نه د قرضو سکیم پېل کړې چې تر مخه ئي  اورکزئی، خېبر،  کرمه، مهمند، د کوهاټ او پېښور نیم قبائلي ضلعو کښې پنځلسم اپرېل نه د قرضو ورکولو عمل شروع دې ولې نورو سیمو کښې پنځلسمې مئي نه د قرضو ورکولو عمل شروع دې.

قرضه ورکونکي خېبربېنک تر مخه دغه قرضه به اتلس نه تر پنځوس کاله پورې عمر لرونکې داسې قبائلي تنانو ته ورکولې کيږي چا سره چې د قابل عمل او منافع بخش روزګار آئیډیاز ورسره وي. انصاف روزګار سکیم لاندې به پنځوس زره نه تر لس لکه روپو پورې قرضه ورکولې شي او د خېبربېنک مطابق دې کښې به تعلیم یافته هنرمند تنانو ته لس لکه روپو پورې، تکنیکي ماهرانو ته پنځه لکه پورې، او نورو روزګارونو لپاره زیات نه زیات درې لکه روپو پورې قرضه ورکولې شي. دې نه علاوه که څوک خپل موجوده کاروبار نور غځول غواړي نو هغه ته هم درې لکه روپو پورې قرضه مېلاوېدې شي.

د خېبربېنک مائیکرو فنانس ډويژن افسر رحمان خټک وائي چې په اولنې مرحله کښې حکومت انصاف روزګار سکیم لپاره یو ارب روپۍ ایخودې دي چې مقصد ئي بدامنۍ او فوځي اپریشنو زپلې دغه سیمو نه غربت ختمول او ځوانانو ته د روزګار موقعې ورکول دي.

څرګنده دې وې چې قبائلي سیمو کښې بدامنۍ له وجې د لکونو خلکو د ګټې وټې زریعې ختمې شوې او اوس ډیر په ګرانه ژوند کوی.

د کرمې پاړه چنار سره تعلق لرونکې څلويښت کلنه شازیه بي بي هم داسې خلکو کښې شامله ده. د شازیه خاؤند څو کاله وړاندې سیمه کښې شوې جګړه کښې وژل شوې ولې اوس د کورنۍ د خرڅ ټوله ذمه وارې د شازیه په سر ده څوک چې ئي کپړې ګنډلو سره پورا کوي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې شازیه اوېل چې دې سکیم نه خبر شوه نو ډیر ورته خوشحاله شوه ځکه چې ډیرې مودې نه ئي د خپل کاروبار سوچ لرلو ولې سرمایه ورسره نه وه.

زه وېم چې سلائي سنټر پرانزم چې پکښې به نه صرف کپړۍ ګنډلو سره خپل ضرورت پورا کوم بلکه زما په شان مجبوره نورو زنانؤ ته به پکښې تربیت هم ورکوم

شازیه وائی چې په سنټر به ئي لس نه تر دولس لاکه روپو پورې خرڅه راځي ولې که حکومت ورته انصاف روزګار سکیم کښې دا ورکړې نو ټولې مسئلې به ئی حل شي.

څرګنده دې وې چې شازیه په رنګ تکنیکي مهارت لرونکو لپاره دې پروګرام کښې د قرضې حد پنځه لکه پورې دې ولې شازیه دې نه ناخبره ده.

هم دا رنګ د شمالي وزیرستان سماجی غړې کامران خان وائي چې قبائلي سیمو کښې د روزګار موقعې زیاتې دې او خلکو سره هنرونه هم شته ولې کمې صرف د سرمایې دې. که دا قرضه ورته مېلاؤ شي نو مقامي معیشت ډیره وده کولې شي او بیروزګاري به ورسره هم ډیره کمه شي.

کامران ټي اېن اېن سره خبرو کښې واضحه کړه چې شمالي وزیرستان کښې لوئی لوئي نوي مارکیټونه جوړ شوې ولې دوکانونو خلاصولو لپاره اولس سره سرمایه نېشته او هم دا رنګ قبائلي سیمو کښې د معدنیاتو راویستو شعبه هم ډیرې ګټه وره ثابتیدلې شي او اصل مسئله د پېسو ده.

انصاف روزګار سکیم لاندې قرضې ترلاسه کولو لپاره بعضې شرطونه هم پورا کول لازمی  دي چې پکښې د سرکاري چارواکي په شمول د دوه  کسانو ضمانت ورکول او زیات نه زیات درې کالو کښې دا قرضه واپس کول شامل دی.

د خېبرضلعې باړې سره تعلق لرونکې تعلیم یافته ځوان محمد یونس وائي چې دا شرطونه پورا کول به قبائلی اولس لپاره ګران شي.

ټی اېن اېن سره خبرو کښې یونس اوېل چې درې کالو کښې دا قرضې واپس کول ممکن نه دي. “د باړې بازار د پرانستل کېدو څلور کاله اوشو خو اوس هم په مکمل توګه بحال نه دې او زیات تره دوکاندارنو لا هغه شان ګټې نه دې ترلاسه کړي، نو سوچ پکار دې چې نوې شروع کېدونکې کاروبارونه به څنګه داسې زر وچلیږي او قرضې به واپس کړي

ده قرضې لپاره د دوه ضامن شرط آسانولو هم مطالبه کړې ده.

Show More

Related Articles