بدلون : “قبائلي ضلعو کښې په اتلس مياشتو کښې دننه انتخابات کيږي”

يوشمير زنانؤ ماته خپل نوم راستولي او ويلي يي دي راته مونږ په ټاکنو کښې برخه اخستل غواړو

افتخار خان

قبائلي ضلعو کښې که يو پله د صوبائي اسمبلۍ لپاره د ټاکنو تيارې دوام لري نو بلخوا د قبائلي اولس پشمول  نور خلک دا انديښنه لري چې د ۲۶ آئيني ترميم نه پس دغه ټاکنې د خپلې نيټې نه لري لاړي نه شي۔

دې لړ کښې د مذهبي چارو وفاقي وزيرنور الحق کوآرډينيټر عامر آپريدي ويلي په قبائلي ضلعو کښې کيدونکي ټاکنې به ډيړې نه شي ځنډولې۔

د ټي اين اين سره په ځانګري خپرونه بدلون کښې د خبرو په مهال عامر آپريدي وويل ” د آئيني ترميم باجود به په قبائلي ضلعو کښې په اتلس مياشتو کښې دننه انتخابات کيږي۔

هغه وويل څو ورځې وړاندې د اسلام آباد په پارليمان کښې د قبائلي سيمي نمائندګانو محسن دواړ او علي وزير پشمول نورو د غونډې په مهال پر دې خبره اتفاق وکړو چې د فاټا انضمام نه پس به په اتلس مياشتو کښې دننه دغلته صوبائي ټاکنې کولې شي۔

په پروګرام کښې د اوسني ټرائبل يوتھ موومنټ نائب صدر ادريس خان ويلي وړاندې دوي هم انديښنه لرله چې هسې نه چرته ټاکنې تر اوږدې مودې وځنډولې شي خو ولي ۲۶ آئيني ترميم کښې هم ويل شوي چې انتخابات به له انضمامه ورسته اتلس مياشتو کښې کيږي۔

ادريس وايي په بل کښې ويل شوي چې انتخابات به په خپل وخت وکړې شي خو ولي داسي نه ښکاري چې داسې وشي ولې چي که يو خوا حکومت د معاشي ستونزو ښکار دې نو بلخوا ۲۶ آئيني ترميم يواځې د قامي اسبملۍ نه پاس شوي، دغه بل به د سينټ نه مظوريږي او بيا به د منظورۍ لپاره  د صدر لاسو ته ورځي خو که چرې بيا هم د څوکو شميره ډيره وۀ نو اليکشن کميشن به په قبائلي ضلعو کښې په دويم ځل حلقه بندۍ کوي۔

په دې موقع د قبائلي زنانؤ د حقونو لپاره کارکونکي زنانۀ شاهده شاه هم د پروګرام برخه وۀ،هغې وويل که چرې انتخابات د څه مودې لپاره وځنډولې شو نو له هغې ګټه به دا وي چې قبائلي زنانه به د انتخاباتو له اهميت خبره شي او هغوي به د خپلې خوښې اميدوار ته راے ورکړي۔

د يوې پوښتنې په ځواب کښې عامر آپريدي وويل دا بل د اليکش کميشن لخوا د انتخاباتو د اعلان نه وړاندې هم منظور کيدې شو خو ولي دې لړ کښې سياسي ګوندونو د دې ملګرتيا ونکړه خو ولي اوس د هغې سياسي ګوندونو په مرسته ۲۶ آئيني ترميم د قامي اسمبلۍ نه منظور شوې دې۔

بلخوا ادريس خان ويلي په ۲۵ آئيني ترميم کښې ويل شوي چې په يو کال کښې دننه به قبائلي ضلعو کښې د ټاکنو عمل ترسره کېږي بايد حکومت کولې شو ۲۶ آئيني ترميم يې د انتخاباتو څخه وړاندې د اسمبلۍ نه منظور کړې وې۔

هغه وويل که چرې په ۲۵ آئيني ترميم کښې د عجلت څخه کار نه وې اخستل نو نن به د ۲۶ آئيني ترميم ضرورت نه راپيښدو خو ولي بيا هم هغه خوشاله دې چې د قبائلي ضلعو په څوکو کښې اضافه وشوۀ بايد حکومت ټاکنې ونه ځنډوې او قبائلي اولس له زيانه وساتي۔

د شاهده شاه په خبره قبائلي زنانه هم غواړي چې په ټاکنو کښې برخه واخلي هغي ويلي ” يوشمير زنانؤ ماته خپل نوم راستولي او ويلي يي دي راته مونږ په ټاکنو کښې برخه اخستل غواړو زه هيله منده يم که چرې په قبائلي ضلعو کښې انتخابات ترسره کيږې نو زنانه به پکښې هم برخه اخلي”۔

د عامر آپريدي په وينا د جون په مياشت کښې به بجټ وړاندې کيږې خو ولې په انتخاباتو کښې د ځنډولې په وجه به په ترقياتي کارونو کښې هيڅ اثر نه پريوځي۔

ادريس خان وايي دوي کولې شي يو مياشت نور هم انتظار وکړي خو که ۲۶ آئيني ترميم زر تر زره  د سينټ نه پاس نکړې شو نو دوي به يي په ضد احتجاج شروع کړې څنګ چې يي د انضام لپاره تحريکونه چلولي دي۔

څه قبائلي زنانۀ به هم د نارينو په رنګ انتخابي مهم وچلوي ؟

ځواب کښې يي شاهده شاه وويل د کومو اميدوارانو سره چې د پارټۍ مرسته وي هغه ترڅه حده کاميابيدلې شي خو چې کوم آزاد اميدواران دي هغوي ته ستونزې رامخي ته کيدلائ شي ولې چې په قبائلي ضلعو کښې په وړومبي ځل انتخابات کيدونکي دي۔

هغي زياته کړه په قبائلي زنانؤ کښې تراوسه په سمه توګه دا بيدارې نشته چې ګني زنانۀ هم د ووټ ورکول او انتخاباتو کښې د برخې اخستلو حق لري۔

څرګنده دي وي ۲۶ آئيني ترميمي بل د مئ پر ديارلسمه نيټه د قامي اسمبلۍ څخه په ګډه توګه منظور شوې دې، د دغه بل منطورۍ ورسته قبائلي ضلعو کښې د قامي اسمبلۍ څوکۍ د شپږو نه تر دولس ولي د صوبائي اسمبلۍ څوکۍ د شپاړس نه تر څلريشت ته غځولې شوي دي۔

Show More

Related Articles