شمالي وزيرستان : د پوځ په ګاډې حمله کښې يو پوځي اهلکار وژل شوې

قبائلي ضلع شمالي وزيرستان کښې د پوځ په ګاډې حمله شوې چې له امله ئې د پوځ يو اهلکار وژل شوې دې۔

د سرکاري چاروکو لخوا جاري شوي بيان ترمخه نن د شمالي وزيرستان په بويه سيمه کښې پوځي اهلکار د معمول په ګشت ( ګزمه) بوخت ؤ چې دغه مهال پرې د نامعلومه وسله والو لخوا ډزې او لاسي بم غورځولې شوي چې په نتيجه کښې يي سپاهي عامل شاه وژل شوے دے۔

د آئي ايس پي آر ترمخه د څه مودې راهسې په شمالي وزيرستان کښې د ترهه ګرۍ په پيښو کښې اضافه رامخي ته شوي چې پکښې تراوسه پينځه پوځيان مړه او يوديرش ژوبل شوي دي۔

بيان کښې ويل شوي دغه پيښه د ترهه ګرو د مرسته کونکو نيولو لپاره د کارروئيانو په مهال رامخي ته شوي ده۔

Show More

Related Articles