خيبر پښتونخوا حکومت قبائلې ضلعو کښې انتخابات ځنډولو دپاره اليکشن کميشن ته سفارش کړې

مراسله کښې د انتخاباتو ملتوي کولو دپاره شپږ وجوهات بيان کړي شويدي چي پکښې ړومبي د امن او امان صورتحال ښودلي شويدي

خيبر پښتونخوا حکومت اليکشن کميشن ته قبائلې ضلعو کښې د صوبائي اسمبلې انتخابات ځنډولو سفارش کړيدې، ولي اليکشن کميشن چارواکي وائي چي دے لړ کښې څه فيصله نه ده کړي۔ خيبر پښتونخوا داخله محکمي د لوري اليکشن کميشن ته استولي شوي مراسلي ترمخه قبائلې ضلعو کښې د خيبر پښتونخوا اسمبلې شپاړلس څوکو باندي په دويمه جولائي کيدونکي انتخاباتو د ځنډولو سفارش شويدي۔

مراسله کښې د انتخاباتو ملتوي کولو دپاره شپږ وجوهات بيان کړي شويدي چي پکښې ړومبي د امن او امان صورتحال ښودلي شويدي، دے سره د پولي بلي لوري نه د ترهه ګرو د بريدو انديښڼي، سياسي مشرانو باندي د حملو خطره، ليويز او خاصه دار اختيارات پوليس ته ورکولو نه رامنځ ته شوي ستنځي او قبائلي سيمو کښې تعينات پخوانې ليويز او خاصه دارو د اليکشن تربيت نشتوالي شامل دي۔

مراسله کښې اليکشن د شلو ورځو دپاره ځنډولو او د اليکشن نوي نيټه پنځوشتمه جولائي ټاکلو سفارش شويدي۔

بلخوا د خيبر پښتونخوا وزيراطلاعات شوکت يوسفزئي د مراسلي اليکشن کميشن ته استولو پخلي کړيدے او ويلي دي چي اليکشن کميشن ته قبائلي ضلعو کښې د صوبائي اسمبلې انتخابات ملتوي کولو سفارش شويدي او دا چي د پورا تياري ورسته به ټاکني کولې شې۔

ټي اين اين سره خبرو کښې خيبر پښتونخوا اليکشن کميشن وياند سهيل خان ويلي دي چي حکومت د لوري دوي ته د اليکشن ځنډولو دپاره مرسله ترلاسه شويده ولي اليکشن کميشن دے باندي څه قسمه فيصله نه ده کړې۔

Show More

Related Articles