“په څلور نيم اربه روپو اووۀ سوۀ منصوبې سرته رسول ناممکنه ده”

عثمان خان

“زمونږ په سيمه کښې سکولونه تباه شوي، ماشومان مو په خيمو کښې تعليمي زده کړي ترلاسه کوي، نو ځکه مو وايو چې حکومت په قبائلي ضلعو کښې د ترقياتي کارونو لپاره کومي پيسې مختص کړي هغه بايد په سم ځاې خرچ کړې شي چې مسقتبل مو پرې محفوظ شي”

دا خبري د قبائلي ضلعې خيبر سره تعلق لرونکي د عوامي انقلابي ليګ سياسي ګوند چيئرمين ملک عطاءالله خان د ټي اين اين منزل په لور پروګرام په مهال کړي ده۔

هغه وويل د تعليم ترڅنګ زمونږ په سيمه کښې بنيادي ستونزه د څښلو د اوبو ده بايد حکومت په سيمه کښې د تعليمي هلو ځلو سره د اوبو ستونزي پله هم پاملرنه وکړي۔

په دغه پروګرام کښې د ملک عطاءالله خان پشمول د قبايلي ځوانانو تنظيم( ټرائبل يوتھ ډيويلپمنټ) غړې حنيف وزير هم ميلمه ؤ۔

د يادوني وړ ده صوبائي حکومت په قبائلي ضلعو کښي د تعليم، صحت، او پاکو اوبو ترڅنګ د اوبو خور لپاره د څلور نيم ارب روپو فنډ مختص کړې دې۔

په دې اړه حنيف وزير وويل په يادو څلور څانګو کښې د ترقياتي کارونو مهم ضرورت دې خو ولي د هغه په خپله سيمه شمالي وزيرستان کښې د خلکو کورنو ويجاړ پراته دي۔

هغه وايي” دا خبره سيمه ده چې حکومت په وزيرستان کښې د سکولونو ترڅنګ هسپتالونه جوړوي خو ولې زمونږ ماشومان به هله سکولونو ته لاړ شي کله چې هغه په خپلو کورنو کښې ميشته شي مونږ دا منو چې د حکومت لخوا په وزيرستان کښې د بدامنۍ په مهال ړنګ شوي مارکيټونه بيرته ودانه شوي خو ولي بيا هم د سيمې زياتره خلک په خيمو کښې د کډوالۍ ژوند تيروي بايد اول وزيرستان کښې د خلکو کورونه جوړ کړې شي او بيا دې په نورو ترقياتي منصوبو لاس پورې کړې شي”

بلخوا ملک عطاءالله خان ويلي د حکومت لخوا د ترقياتي کارنو لپاره مختص شوي څلور نيم اربه روپۍ دومره ډيرې نه دي زمونږ سره لوظ شوې چې ترلسو کالو پورې به قبائلي ضلعو ته د ترقياتي کارونو لپاره سل سل اربه روپۍ ورکولې شي۔

هغه وايي د دغه لوظ کال پوره کيدونکې دې خو تراوسه دوي ته روپۍ هم نه ده ورکړې شوې هغه غوښتنه کړې چې د بجټ په مهال د قبائلي ضلعو لپاره سل اربه روپۍ منظوري کړې شي۔

د اوبو ستونزې په اړه ملک عطاءالله خان وايي زه غواړم چې په ټولو ضلعو کښې واټر ريسورس منيجمنټ اتهارټي جوړه شي بلخوا حنيف وزير وايي ” زه څو ورځي وړاندې لنډيکوتل ته ورغلې ووم ما وليدل چې هلته زنانۀ د ډيرې لرې نه اوبو راوړي همداشان په وزيرستان کښې د اوبو ستونزه شتون لري”

د پروګرام په مهال چې د ميملنو څخه وپوښتل شو د فاټا سيرټريت آر آر يونټ د دغه مختص شوي څلور نيم اربه روپو لپاره د اووۀ سوۀ منصوبو نشاندهي کړي نو حنيف وزير يي په ځواب کښې وويل ” د صوبې په نور سيمو کښې د سکول په ودانۍ يو کروړ روپۍ لګښت راځي خو ولې له بده مرغه په قبائلي سيمه کښې دغه سکول په لس کروړه جوړيږې نو ځکه زه نه ګڼم چې په دغه رقم اووۀ سوۀ منصوبې سر ته ورسي”

د ملک عطاءالله خان په وينا د ترقياتي منصوبو لپاره مختص شوي رقم خرچ کولو د ضلعې انتظامې کار نه دې هغه وايي بايد دې لپاره يو آزاد اتهارټي جوړه شي څوک چې د رقم په سم  ځاې خرچ کړي۔

د فنډ لګولو طريقه حنيف وزير په ډاګه کوي او وايي بايد حکومت په هر ضلع کښې يوۀ کميټي جوړه کړي او د دغه کميټۍ کسان دې د ډي سي او اے سي دفتر ته روابللي او د دوي نه معلومه کړي چې په سيمه کښې يي کوم کوم کار کول پکار دے۔

له دې ټولو سره سره ملک عطاءالله خان زياتوي په قبائلي ضلعو کښې سرکاري نوکران په سمه توګه خپلي چاري نه ترسره کوي که چرې حکومت په دغه ضلعو کښې مقامي خلکو ته پاملرنه وکړي او دوي ته په خپلو سيمو کښې نوکرۍ ورکړي نو دا ستونزه ځل کيدلائ شي۔

 

 

 

Show More

Related Articles