“انتخاباتو ځنډيدو سره به قبايلي اولس کښې احساسي محرومي نوره سيوا شي”

سي جے مصباح اتماني

په قبائلي ضلعو کښې د ځوانانو تنظيم ( ټرائبل يوتھ موومنټ) مرکزي صدر خيال زمان اورکزئ ويلي د صوبائي حکومت لخوا په قبائلي ضلعو کښي کيدونکې انتخابات ځنډول د افسوس وړ ده هغه وويل بايد حکومت د تيرو اوويا کلونو راهسې د استحصال ښکار شوي په قبائلي ضلعو رحم وکړي۔

د خيال زمان اورکزي په وينا صوبائي حکومت په قبائلي ضلعو کښي د جولايۍ پر دويمه کيدونکي ټاکني تر پينځويشتمې جولايۍ ځنډول غواړي هغه وايي د داسې کولو سره به په قبائلي اولس کښې احساسي محرومي نوره هم سيوا شي۔

د خيال زمان اورکزي ترمخه د قبائلي سيمو خالات دا مهال د کال دوۀ زره ديارلس او اتلس نه ډير غوره دي که چرې حکومت پکښي د صوبائي اسمبلۍ ټاکنې وکړي نو ډيره غوره خبره به وي۔

هغه زياته کړه د دوي تنظيم به د حکومت د تاخيري خربو په ضد ډير ژر د ځوانانو غونډه رابللي او راتلونکي تګلاره به ټاکي۔

همدا رنګ د دغه تنطيم د زنانؤ څانګې جنرل سيکتر بشري محسود په قبائلي ضلعو کښې انتخابات ځنډول د افسوس وړ بللي او ويلي يي دي حکومت له پکاره ده چې د اليکشن ځنډولو په ځاې د امن او امان وضع ښه جوړه کړي۔

د هغې په وينا د پينځويشتم آئيني ترميم نه پس په ضم شوي ضلعو کښې اوس په هر صورت انتخابات کول ضروري دي نو ځکه دې حکومت په خپل وخت انتخابات وکړي چې له مخي يي قبائلي اولس ته د خپلې خوښې نمائندګان په لاس ورشي او هغوي د خپلې سيمې لپاره په قانون سازۍ کښې برخه واخلي۔

څرګنده دي وي د خيبرپښتونخوا حکومت په پخوانۍ فاټا کښې د صوبائي اسمبلۍ کيدونکي ټاکنو لپاره اليکشن کميشن ته خط استولې چې پکښې ويل شوي دغه ټاکنې دې د جولايي دويمې نيټې په ځاې پينځويشتمي نيټې ته واړوي۔

خط کښې دا هم ويل شوي چې په قبائلي سيمو کښي د ټاکنو په مهال سياسي نمائندګانو ته د ترهه ګرو لخوا ويرې هم شته دې۔

بلخوا تراوسه د خط په اړه د اليکشن کميشن لخوا  ځواب نه دې ورکړې  شوې۔

Show More

Related Articles