وفاقي بجټ : قبائلي ضلعو ته به يوسل دوۀ پنځوس اربه روپۍ ورکولې کيږي

وفاقي حکومت د مالي کال دوۀ زرۀ نورلسم او شلم بجټ کښې د خيبرپښتونخوا په قبائلي ضلعو کښې د ترقياقي کارونو لپاره د يوسل دوۀ پنځوس ارب روپو ورکولو اعلان کړے دے۔

تيره ورځ د وفاقي بجټ وړاندې کولو په مهال د مملکت وزير حماد اظهر ويلي وفاقي حکومت خيبرپښتونخوا کښې ضم شوي نوي ضلعو کښې روان ترقياتي اخراجات لپاره يوسل دوۀ پنځوس اربه روپۍ ورکوي۔

هغه ويلي په سږني بجټ کښې لس کلنه ترقياتي منصوبه هم شامله ده د کومو لپاره چې وفاقي حکومت اته څلويښت اربه روپۍ ورکوي او دا چې دا لس کلن پيکيچ د يو کهرب روپو برخه ده کومې چې به وفاقي او صوبائي حکومتونه په شريکه ورکوي۔

قبائلي ضلعو کښې د سهولتونو ورکولو عزم ښودلو سره هغه ويلي په دغه سيمو کښې به په ټول کورنيو او کداروباري صارفينو پشمول د مئ يو ديريشمې نيټې نه وړاندي جوړ شوي صنعتونو ته د بجلۍ فراهمۍ باندې د سيلز ټيکس لري کولو تجويز شته دے۔

حماد اظهر زياته کړې پخواني فاټا په قامي دهاره کښې راوستلو لپاره هغه د خيبرپښتونخوا برخه جوړولو باندې خصوصي پاملرنه ورکولې شي۔

Show More

Related Articles