شمالي وزيرستان او بلوچستان کښې د ډزو پيښې، څلور کسان مړه شوي

د ټي اين اين نمائنده ترمخه دغه مړي د شمالي وزيرستان رزمک دوسلي تحصيل کښي موندل شوي کوم چې د پيژندګلو لپاره د مرانشاه ډي ايچ کيو هسپتال ته رسول شوي دي

قبائلي ضلع شمالي وزيرستان کښې د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو ويشتل شوي د دوۀ نامعلومه کسانو مړي موندل شوي دي۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه دغه مړي د شمالي وزيرستان رزمک دوسلي تحصيل کښي موندل شوي کوم چې د پيژندګلو لپاره د مرانشاه ډي ايچ کيو هسپتال ته رسول شوي دي۔

بلخوا د بلوچستان صوبې کوئټه ښارپه شهباز ټاؤن کښې د نامعلومه وسله والو لخوا په ليويزاهلکارو ډزي شوي چې پکښي دوۀ اهلکار مړۀ او يو بل تن ژوبل شوے دے۔

د ذرائعو ترمخه په ليويز اهلکارو د ډزو پيښه نن رامخي ته شوي له کومې ورسته چې سيکورټي فورسز د پيښې ځاې ته رسيدلي او مړي يي هسپتال ته رسولي دي۔

د هسپتال ذرائعو ترمخه د وژل شوي ليويز اهلکارو پيژندګلو د محمد صدام او د محمد زئ ګلستان په نومونو شوې او تعلق يي د بلوچستان قلعه عبدالله سره ښودل شوے دے۔

بلخوا د پيښې نه پس سيکورټي فورسز سيمه په خپله ولقه کښې اخستو سره دغلته د پيښې په اړه پلټنې شروع کړي دي۔

Show More

Related Articles