جنوبي وزيرستان چاودنه کښي يو تن مړ شويدے

د پيښے روسته سيکيورټي فورسز پلټني شروع کړي دي

جنوبي وزيرستان کښي بمي چاودنه شوي چي په نتيجه کښي يو تن مړ شوي دے۔

د ضلعي انتظامي ترمخه دا پيښه تيره ورځ هغه محال د لدها تحصيل ميشته سيمه کښي رامخے ته شوي ده کله چي يو مقامي تن جاويد خپل ګاډي کښي چرته روان وو چي  په لاره کښي ي په ګاډي د مخکښي نه ښخ کړي شوي بارودي موادو سره چاودنه شوي ده۔

انتظامي تر مخه د چاودني په نتيجه کښي جاويد په موقع مړ شويدے۔

د پيښے روسته سيکيورټي فورسز پلټني شروع کړي دي۔

Show More

Related Articles