اليکشن کميشن د قبائلي ضلعو ټاکنې تر شلمې جولايۍ ځنډولي

اليکشن کميشن په قبائلي ضلعو کښې د جولايۍ پر دويمه نيټه کيدونکي د صوبائي اسمبلۍ شپاړس څوکو ټاکنې تراتلس ورځو ځنډولي دي۔

د ذرائعو ترمخه د پاکستان اليکشن کميشن د صوبائي حکومت خواست منظورولو سره د قبائلي ضلعو انتخابات  تر اتلس ورځو پورې ځنډولي چې ترمخه يي د جولايۍ په دويمه نيټه کيدونکي ټاکنې د جولايۍ په شلمه نيټه ټاکل شوي دي۔

څرګنده دي وي د خېبرپښتونخوا حکومت د روانې مياشتې په نهمه نيټه اليکشن کميشن ته خط استولې ؤ چې پکښې هغوئ د اليکشن کميشن نه غوښتنه کړې چې دغه ټاکنې د جولايۍ په شلمه وکړې شي۔

د صوبائي حکومت لخوا استولي شوي خط کښې ويل شوي چې په قبائلي ضلعو کښې د امن اومان وضع سمه نه ده نو ځکه د اليکشن په وخت د پولې پورې قبائلي نمائندګان په نخښه کيدلائ شي۔

بلخوا د دغه خط استولي نه پس د قبائلي ځوانانو تنظيم ( ټرائبل يوتھ موومنټ) مرکزي صدر خيال زمان اورکزئ ويلي په قبائلي ضلعو کښې د انتخاباتو ځنډول د صوبائي حکومت ناوړې ګام دې هغه ويلي ؤ که چرې په قبائلي ضلعو کښې په خپل ټاکلې شوي وخت اليکشن ونکړې شو نو قبائلي اولس د احساسي محرومۍ ښکار کيدلائ شي۔

همدا رنګ په نزديو ورځو کښې د شمالي وزيرستان انتظاميې په دغي ضلع کښې تر يوې مياشت پورې د دفعه يوسل څلور څلويښت ترسيوري لاندې په اولسي غونډه بنديز لګولې چې له وجې يي سياسي نمانئدګان نه شي کولې د اليکشن لپاره خپل مهم وچلوي۔

Show More

Related Articles