‘قبائلې ضلعو کښې د فنډ کمي له عمله بجلي منصوبي د ځنډ ښکار‘

د سيفران قائمه کميټي دغه خصوصي غونډه کښې قبائلې سيمو کښې ترقياتي منصوبو کښې غفلت، سستي او نورو ستنځو باندې هم غور شويدې

د پيسکو چارواکو ويلي دي چي قبائلې ضلعو کښې د بجلي کار د فنډ کمي له عمله د ځنډ ښکار شويدې۔ دا خبره نن د پيسکو چارواکو د سينټ سيفران قائمه کميټي د غونډې په مهال کړيده کومه چي نن د کميټي چئيرمين سنئيټر تاج محمد آفريدي په مشري کښې ترسره شويده۔

د سيفران قائمه کميټي دغه خصوصي غونډه کښې قبائلې سيمو کښې ترقياتي منصوبو کښې غفلت، سستي او نورو ستنځو باندې هم غور شويدې۔

د پيسکو چارواکو د کميټي په وړاندي ويلي دي چي دا وخت قبائلې ضلعو کښې په څلور ګريډ سټيشنو باندي کار روان دے ولې د فنډونو کمي له وجي د ځنډ ښکار دے۔

د غونډي په مهال چئيرمين قائمه کميټي تاج محمد خان ويلي دي چي قبائلي ضلعو کښې دے په روان پرمختګ کارونو کښې دے تندي راوستل شي او هغه علاقو سره تعلق لرونکي د پارليمان غړي دے اعتماد کښې واغستل شي۔ ده اويل چي حکومت د قبائلې سيمو اولس کومي وعدي کړي دے بايد چي هغي باندي په هنګامي توګه عمل اوکړې شي۔

Show More

Related Articles