“د محسن دواړ او علي وزير پروډکشن آرډر جاري کول زما د وس خبره نه ده”

د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د شمالي وزيرستان نه د ټاکل شوي غړو محسن داوړ او علي وزير پروډکشن آرډر جاري کولو نه معذرت غوښتلې دے۔

د ميډيا رپورټونو ترمخه د پاکستان پيپلزپارټۍ غړو پرويز اشرف او خورشيد شاه په ميګا کرپشن سکينډل کښې د نيول شوي پخواني صدر آصف علي زرداري پروډکشن آرډر په معامله د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره اړيکه نيولې ده۔

د پاکستان پيپلز ګوند ډلي د قامي اسمبلۍ غړي آصف علي زرداري پشمول د محسن دواړ او علي وزير د پروډکشن آرډر جاري کولو خواست کړې دې۔

په ډاګه دي وي د قانون ترسيوري لاندې پاکستان کښې چې کله هم د پارليماني غړې ونيول شي نو سپيکر ته دا واک ترلاسه وي چې هغه پوليس او جيل چارواکو ته امر ورکړې او نيول شوي غړې د پارليمان غونډې ته راوبللي۔

د پيپلز ګوند ډلې د اسد قيصر نه پوښتنه کړې چې له دې وړاندې هغه د شهباز شريف او خواجه سعد رفيق پروډکشن آرډر هم جاري کړې نو بيا ولي د محسن دواړ او علي وزير هغه نه شي جاري کولې۔

په ځواب کښې اسد قيصر د بے حسۍ څرګندونه کولو سره ويلي د محسن دواړ او علي وزير پروډکشن آرډر جاري کول د هغه د وس خبره نه ده۔

دغه مهال د قامي اسمبلۍ سپيکر د پيپلز پارټۍ ډلې ته باورې ورکړې چې د آصف علي زرداري پروډکشن آرډر به راتلونکي اوونۍ کښې جاري کړې شي۔

Show More

Related Articles