شمالي وزيرستان کښې کرفيو، د خړکمر متاثرينو امدادي پيسې هم ځنډول شوي

د حکومت د اعلان نه پس تراوسه يواځي پينځه خاندانونو ته دغه امدادي پيسې ورکړې شوي

د قبائلي ضلعې شمالي وزيرستان انتظاميې خړکمر پيښه کښې د وژل شوي او ژوبل شوي کسانو امدادي چيکونه ځنډولي دي۔

د ذرائعو ترمخه څو وړاندې د صوبائي حکومت لخوا د شمالي وزيرستان خړکمر پيښۀ کښې د وژل او ژوبل شوي کسانو د امدادي پيسو ورکولو اعلان کړې ؤ۔

ذرائعي وايي د حکومت د اعلان نه پس تراوسه يواځي پينځه خاندانونو ته دغه امدادي پيسې ورکړې شوي خو ولي په نامعلومه وجه نورو خاندانونو ته د دغه رقم نه ورکولو امر جاري شوے دے۔

د ذرائعو په وينا د خړکمر پيښې لپاره جوړ شوي جرګه هم غيرفعاله شوي نو ځکه امدادي متاثره شوي اولس د امدادي پيسو نه محرومه شوې دې۔

ياده دي وي چې د مئ په شپږويشتمه نيټه د شمالي وزيرستان په بويا سيکورټي چيک پوسته د پوځ او پې ټي ايم غړو ترمينځ نښته رامخي ته شوي چې پکښې په هغه وخت پينځه مظاهره کونکي مړه او لس ژوبل شوي وو۔

څرګنده دي وي د خيبرپښتونخوا حکومت څو وړاندې د شمالي وزيرستان خړکمر پيښه کښې د وژل شوي کسان لپاره پينځه ويشت ولي د ژوبل لپاره د لس لس لکه روپو امدادي رقم ورکولو اعلان کړې دې۔

بلخوا مقامي ذرائعي وايي چې د شمالي وزيرستان شنه خوړه سيمې نه تر خړکمر پورې کرفيو( ګرځببديز) لګولې شوې او مقامي خلکو ته په کورونو کښې دننه د پاتي کيدو امر شوے دے۔

ذرائعي زياتوي تيره ورځ په کرفيو کښې لږه نرمي شوي خو ولي نن د کرفيو په وجه مقامي اولس د ستونزو سره مخ شوې دې۔

بلخوا سرکاري ذرائعي وايي په سيمه کښې د کرفيو لګولو مقصد د شرخوښو لټون کول دي۔

Show More

Related Articles