باجوړ: لرخلوزو کښې جوړ يواځنې اسپتال دوه کالو راهسي غير فعال

په سل کناله زمکه جوړ دے هسپتال تعمراتي کار په کال دوه زره اووه کښې سرته رسولې شوي د کومي ورسته چي اوس ډير په آساني سره دا هسپتال کيټګري سي ته ترقي ورکولي کيدے شي

سي جے مصباح الدين اتماني

قبائلې ضلعې باجوړ کښې د څلويخت کروړه روپو په لګښت جوړ کړي شوي يواځني کيټيګري ډي اسپتال د عملي نشتوالي  لکبله څو کالو راهسي بند پروت دے چي له وجي سيمي اولس ستنځو سره مخ دي۔

ټي اين اين همکار ترمخه د دري لاکه نه سيوا ابادي باندي مشتمل ماموند تحصيل لرخلوزو سيمي هسپتال باندي تعمراتي کار پيل په کال دوه زره يولس کښې شوي وو ولي اوس د طبي عملي نشتوالي له وجي ياد هسپتال غير فعال پروت دے او سيمي غريب اولس لري پرتو سيمو ته په تګ مجبوره دي۔

د ياد هسپتال منظوري د کال دوه زره يولس کليز ترقياتي پروګرام (اے ډې پې) ماسټر هيلت پلاننګ لاندي شوي وه او له دے جوړښت ړومبي فيز کښې يو سل اووه نوي اعشاريه يو ملين او دويم فيز کښې يو سل نهه نوي اعشاريه اووه ملين روپې منظوري کړې شوي وي۔

په سل کناله زمکه جوړ دے هسپتال تعمراتي کار په کال دوه زره اووه کښې سرته رسولې شوي د کومي ورسته چي اوس ډير په آساني سره دا هسپتال کيټګري سي ته ترقي ورکولي کيدے شي۔

څلويخت نه سيوا بشترو باندي مشتمل دے هسپتال کښي د جديد دور ټولي آسانې موجود دي چي پکښې پنځه مختلف وارډونه، روټين انويسټيګيشن دپاره ايکسرے روم، الټرا ساونډ او ډينټل يونټ موجود دے۔

ټي اين اين سره خبرو کښې د ماموند تحصيل سره تعلق لرونکي محمد بشير نومي کس اويل چي ياد هسپتال دوي نه پنځه منټه په مزل پروت دے ولي دري کالو راهسي دے کښې د سيمي يو کس درملنه نه ده شوي ولي چي هسپتال کښې طبي عمله نشته دے، که چيرته څه هنګامي پيښه يا ايکسټنډنټ رامخي ته شي نو خپل مريضان ضلعې هيډ کواټر هسپتال خار يا تيمرګري ته رسو کوم چي ډير لري پراته دې۔

بشير ترمخه کروړونو روپو خرچ کولو سره هسپتال دپاره لويا وداني جوړا کړې شويده ، او ټولي آساني پکښې شتون لري ولي حکومت لاپرواهي له وجي نه صرف ضائع کيږې بلکه د سيمي اولس د صحت په اړه ګڼ شمير ستنځو سره مخ دي۔

بل لوري ته د عوامي نيشنل پارټي ځائي رهنما دے  لړ کښې ويلي دي چي دے اسپتال نه د علاقي اولس ته څه قسمه فائده نشته دے۔

ده اويل چي دلته خلقو ته د يو فعال اسپتال ضرورت دے، د لاکهونو ابادي دپاره دغه اپستال دے ولي ډېري مودي راهسي بند پروت دے، او له دے ترڅنګ خراب روډ او څو کلوميټره فاصلې لکبله مريضان يا خو لري پروت تحصيل هيډکواټر اسپتال ته رسوي ولي خرابو لارو او د نش برابر ټرانسپورټ له وجي اکثره مريضان لاره کښې ساه ورکړي۔

د سيمي اولس وائي چي د اليکشن نه وړاندي موجوده د قامي اسمبلې غړي ژمنه کړې وه چي اليکشن کښې د ګټي ورسته به يوه مياشت کښې دننه دا اسپتال فعالوي ولي اليکشن کښې بريالي توب ورسته اسپتال هغه شان په خپل حالت پروت دے۔

ياده دے وي چي څو مياشتي وړاندي خيبر پښتونخوا صحت وزير ډاکټر هشام انعام الله خان د ياد اسپتال دوره کړي وه او ويلي وو چي يوه هفته کښې دننه ئي اسپتال ته د طبي عملي ورکولو وعده کړي وه کومه چي اوسه پوري ترسره نه شوه۔

ضلعې صحت آفسر وزير خان صافي ټې اين اين سره خبرو کښې دے اسپتال په اړه ويلي دي چي دلته هرممکن پرائمري ہیلتھ کئير آساني اولس ته ورکول کيږې، او دے مقصد دپاره دلته يو ايم بي بي ايس ډاکټر پشمول څلور ميډيکل ټيکنيشنز او دوه اي پي آئي خدمات ورکوي۔

هغه اويل چي سيکرټري ہیلتھ خيبر پښتونخوا ته ايس اين اي (سينکشن آف نيو اسټيبلشمنټ) استولې شويدې او که حکومت سټاف راکړي نو بيا به اسپتال کښې هر مرض علاج ممکن شي کوم چي کيټګري ډي اسپتال کښې کيږې۔

وزيرخان صافي ترمخه حکومت ذمه واري جوړيږې چي دے اسپتال کښې يو سرجيکل سپيشلسټ، ميډيکل سپيشلسټ، چلډرن سپيشلسټ، ګائناکالوجسټ او يو ډينټل سرجن په فوري توګه تعينات کړي کوم چي حکومت وعده هم کړېده۔

Show More

Related Articles