علې وزير ضمانت کيس اوريدنه شلم جون پوري ځنډولې شوي

نن علې وزير په سخته سيکورټي کښې د بنو ترهه ګرې مخنوې عدالت کښې وړاندې کړۓ شوي وو ولې د سيشن جج نسيم په چهټي تلو له وجي د کيس اوريدنه د روانې مياشتي شلمي نيټي پوري ځنډولې شويده

د بنو ترهه ګري مخنوې عدالت جج عدم موجودګې له عمله د قامي اسمبلي غړې علې وزير د ضمانت کيس اوريدنه د جون شلمې نيټي پوري ځنډولې شويده۔

نن علې وزير په سخته سيکورټي کښې د بنو ترهه ګرې مخنوې عدالت کښې وړاندې کړۓ شوي وو ولې د سيشن جج نسيم په چهټي تلو له وجي د کيس اوريدنه د روانې مياشتي شلمي نيټي پوري ځنډولې شويده۔

عدالت د لنډې اوريدني ورستو علي وزير او محسن داوړ په شلم جون دوباره عدالت کښې وړاندي کولو امر کړۓ دې۔

عدالت دا حکم هم ورکړيدې چې په شلم جون دے دواړه ايم اين ايز د ترهه ګري مخنوي عدالت کښې وړاندي کړے شې۔

علي وزير عدالت کښې وړاندي کولو په وخت کچهري په مکمله توګه سيل کړے شوي وي او هيڅ چه ته کچهرو کښې د داخليدو اجازت نه وو، چي له عمله ئي نورو کيسونو کښې وړاندي کيدونکي خلک د ستنځو سره مخ وو۔

عدالت کښې پيشي ورسته علي وزير بيرته پيښور جيل ته منتقل کړے شويدې۔

څرګنده دے وي چي د پيښور هائي کورټ بار صدر عبدالطيف آفريدي ايډووکيټ، پير حميدالله شاه ايډوکيټ، سنګين خان ايډووکيټ او طارق افغان ايډووکيټ باندي مشتمل د وکيلانو ټيم دائر کړے دي۔درخواست کښې دريز خپل کړے شويدے چي د دوارو قامي اسمبلې اراکينو پرضد څه قسمه ثبوت نه دے موجود۔

Show More

Related Articles