باجوړ: سياسي مشرانو اليکشن ځنډولو باندي انديښني ښکاره کړيدي

سياسي مشرانو اويل چي قبائلې ضلعو کښې د ايف سي آر قانون ختميدو ورسته دلته عدالتي نظام کښې خنډان او د امن امان ستنځي په مصنوعي توګه پيدا کړے شويدي

باجوړ سياسي اتحاد مشرانو ويلي دي چي قبائلي ضلعو کښي د صوبائي اسمبلې ټاکنو ځنډولو به ډيري خرابي نتيجي رابرسيره شي۔ دا خبري نن د يوې خبري غونډي په مهال د باجوړ سياسي اتحاد صدر مولانا وحيد ګل پشمول د اليکشن اميدوارانو حاجي لعلي شاه، ګل افضل او شيخ جان زاده پشمول سياسي ورکرانو کړيدې۔

سياسي مشرانو اويل چي قبائلې ضلعو کښې د ايف سي آر قانون ختميدو ورسته دلته عدالتي نظام کښې خنډان او د امن امان ستنځي په مصنوعي توګه پيدا کړے شويدي۔

سياسي مشرانو دا هم اويل چي موجوده حکومت په مکمله توګه ناکامي ښکار دے او د خرابي کارکردګي د ويري ورسته حکومت ته  خپلو اميدوارانو ماتي په نظر راځي نو ځکه د اليکشن ځنډولو ناکامه هڅي کوې او د اليکشن نه تيخته کوې۔

خپلو خبرو کښې سياسي پارټو مشرانو وړاندي اويل چي په کال دوه زره اته، دوه زره ديارلس او کال دوه زره اتلس کښې د موجوده حالاتو نه د امن وضع ډيره خرابه وه ولي بيا هم ټاکني شوي وي۔

دوي اويل چي د حکومت دے فيصلو له عمله د قبائلي سيمو اولس کښي ډيري انديښني رامخي ته شويدي او دا واري د څو ځله شکايتونو باوجود د اليکشن کميشن د ضابطه اخلاق خلاف ورزي روانه ده او اليکشن کميشن ورته هيڅ پام لرنه نه کوي۔

سياسي پارټو مشرانو دهړکه ورکړه که چيرته حکومت د اليکشن ملتوي کولو کوشش اوکړو نو باجوړ کښې به د اليکشن کميشن دفتر مخي ته نه ختميدونکي دهرنا ورکړي او د باجوړ اولس به په سړکونو راوستلي شي۔

مشرانو زياته کړه که چيرته حالات خراب شول نو ټوله ذمه واري به ئي په حکومت وي۔

Show More

Related Articles