باړه کښې د مقامي کروندګرو لپاره د آرچرډ منيجمنټ تربيتي پروګرام ترسره شوې

د آرچرډ منيمجنټ کورس بنيادي مقصد خيبر ضلعي کښې د بے کوره شوي خلکو بيرته راتګ سره د دغه سيمو کروندګر د کرکروندې او ونو بوتو کرلو سره د زراعت په نورو منصوبو کښې فعال جوړول دي

د باړې اکا خيل فارم هاؤس کښې د زرعت محکمې د خوراک او زرعت لپاره د ملګرو ملتونو نړيوالي ادارې (ايف اے او) سره په شريکه د مقامي کروندګرو لپاره د آرچرډ منيجمنټ تربيتي پروګرام ترسره کړے دے۔

په دغه تربيتي پروګرام کښې د باړه تحصيل بېلا بيلو سيمو پينځه ويشت کروندګرو ګډون کړې کومو ته چې د ميوۀ دارو بوټو ښه خسمانې، ډيري ډيولپمنټ، ګروپ فارمنګ او د ويليو ايډيشن پشمول د زرعي ترقۍ په اړه د جديد طريقو سره زراعتو ته د پرمختګ هنر ښودل شوے دے۔

په باړه کښې د زراعتو محکمي افسرې زکيه منهاس ويلي د ملګرو ملتونو په مرسته د زرعي پيدوار او قبائلي سيمو کښې د ميوۀ دارو بوټو باغونو ته د ودې ورکولو سره سره کروندګرو ته د پوهاوي ته اړه تربيتي ترسره شوې دې۔

هغي وويل د آرچرډ منيمجنټ کورس بنيادي مقصد خيبر ضلعي کښې د بے کوره شوي خلکو بيرته راتګ سره د دغه سيمو کروندګر د کرکروندې او ونو بوتو کرلو سره د زراعت په نورو منصوبو کښې فعال جوړول دي۔

د يوې پوښتنې په ځواب کښې زکيه منهاس وويل باړه تحصيل کښې شاوخوا تر دوۀ زره کروندګر د زراعت محکمې سره رجسټرډ شوي کومو ته چې د محکمي لخوا زرعي اوزار، د سبزيانو تخمونه، فرټلائزرز او د جوار غنمو تخمونه ورکولې شي۔

هغه زياتوي تير کال په تيراه کښې کروندګرو او مقامي خلکو ته شاوخوا ديرش زره ميوۀ دار بوټي ورکړې شوي دي او دا چې زمونږ هڅه ده په تيراه کښې د هغه فصلونو په ځاې زعفران او نور ګټه ور فصل وکرو په کومو چې بنديز لګول شوے دے۔

Show More

Related Articles