“د سيلګرۍ سره قبائلي ځوانانو ته د روزګار موقعې په لاس ورتلې شي”

دلته کښې اکثره د ژمي په موسم کښې واوره هم وريږي نو ځکه دي دلته د سيلګرو پاتي کيدو لپاره د ريسټورنټ او نورو بنيادي سهولتونو بندوبست هم وکړې شي

د خيبرپښتونخوا د لوبو او سيلګرۍ وزيرعاطف خان ويلي وزيراعظم عمران خان د ضم شوي ضلعو د ترقۍ په لړ کښې ډيرسنجيده دې هغه صوبائي حکومت ته امر ورکړې چې دغه ضلعو ته خصوصي پاملرنه وکړي۔

دا خبرې صوبائي وزيرعاطف خان تيره ورځ  قبائلي سيمې پاړه چنار ته د خپلې يو ورځنۍ دورې په مهال کړي دي۔

د خپلې يو ورځنۍ دورې په مهال صوبائي وزير په پاړه چنار کښې د ميکئ چهپري پيسنه، شګه او د شلوزان باغ ليلا دوره کړې ده۔

صوبائي وزير دغه سيمې د سيلګرۍ جوګه ګڼلو سره متعلقه چارواکو ته امر کړې چې هغوئ بايد په سيمه کښې د سيلګرۍ ښه سهولت ورکولو لپاره په سمدستي توګه يو جامع او د عمل قابل پلان تيار کړي۔

هغه وويل دلته کښې اکثره د ژمي په موسم کښې واوره هم وريږي نو ځکه دي دلته د سيلګرو پاتي کيدو لپاره د ريسټورنټ او نورو بنيادي سهولتونو بندوبست هم وکړې شي۔

عاطف خان وويل په دې ضلعو کښې د سلګرۍ سره په مقامي کچ د کاروبار سيوا کيدو، ځوانانو ته د روزګارمعوقعې ترلاسه کيدو او حکومت ته د آمدن په راتلو کښې اضافه رامخي ته کيدلائ شي۔

د مقامي ذرائعو ترمخه ميکئ ته په رسيدو سره مقامي خلکو د صوبائي وزير د ډول په ډب تود هرکلے کړې او د سيمي مشرانو هغه ته د سيلګرۍ په اړه يو شمير تجويزونه ورکړي دي۔

Show More

Related Articles