” د پاړا چنار په يخ او ښکلي موسم کښې ټورنمنټ ګټل د خوشالۍ خبره ده”

په دغه فټبال ټورنمنټ کې د قبائلي سيمو پشمول د تول ملک شاوخوا شل ټيمونو برخه اخستې چې پکښې فائنل لوبه د شمالي وزيرستان او د لاهور ټيمونو ترمينځ شوي ده

علي افضل افضال

قبائلي سيمه پاړا چنار کښې د جون څوارلسمې نه شروع شوې د ټول پاکستان امن په نامه د فټبال ټورنمنټ لاهور فټبال کلب په خپل نوم کړے دے۔

په دغه فټبال ټورنمنټ کې د قبائلي سيمو پشمول د تول ملک شاوخوا شل ټيمونو برخه اخستې چې پکښې فائنل لوبه د شمالي وزيرستان او د لاهور ټيمونو ترمينځ شوي ده۔

فا ئنل لوبه کښې د لاهور لوبډلې د خوندوي مقابلې ورسته د شمالي وزيرستان ټيم ته ماتي ورکړې او فائنل يې په خپل نوم کړے دے۔

دې لړ کښې د لاهور ټيم کوچ ظهوراو کپتان شيراز ټي اين اين ته وويل ” د پاړا چنار په يخ او ښکلي موسم کښې د فټبال ټورنمنټ ګټل د خوشالۍ خبره ده، د دې ځاې د خلکو مينه او ميلمستيا ليدو سره مونږ غواړو چې بيا بيا راشو”

په دې موقع د بائيللي شمالي وزيرستان ټيم کپتان اسحاق خان هم د لوبې په بائيللو دخفګان څروګندونه کړې او ويلي يي دي چې د دوې ټيم به هڅه کوي راتلونکي مقابلو کښې غوره لوبه وکړي۔

هغه وويل زمونږ لوبډلي ډيره غوره لوبه کړې خو ولي بيا هم د لاهور ټيم ته په ګټه مبارکي ورکوم۔

په دې موقع ډسټرکټ کواړډينشن افسر مفتاح الله لخوا په کامياب شوې لوبغاړو کښې انعامونه او ټرافۍ ويشل شوي دي۔

Show More

Related Articles