د ډاکټر شکيل آپريدي د سزا په ضد د نظر ثانۍ اپيل اوريدنې لپاره منظور شوې

فاټا ټربيونل کښې د هغه موکل شاوخوا شپتيه ځله نه سيوا وړاندې شوې خو ولي هر ځله د هغه په کيس کښې څه پرمختګ نه دې شوې او بغير له څه اوريدنې ملتوي شوې

پيښور هائيکورټ قبائلي ضلعې خيبر سره تعلق لرونکي ډاکټر شکيل آپريدي د سزا په ضد د نظر ثانۍ اپيل اوريدنې لپاره منظور کړے دے۔

د بي بي سي خبريال رفعت الله اورکزي ترمخه دا حکم نن پيښور هائيکورټ کښې په جسټس عبدالشکور او جسټس اعجاز نور مشتمل دوۀ کسيزۀ بينچ له اړخه جاري شوے دے۔

د قبائلي ضلعو خيبرپښونخوا کښې انضمام نه پس د ملزم ډاکټر شکيل آپريدي اپيل په وړومبي ځل پيښور هائيکورټ کښې په باقاعده توګه د اوريدنې لپاره منظور شوے دے۔

ذرائعي وايي نن چې کله عدالت کښې د کيس اوريدنه شروع شوه نو د ملزم له اړخه ايډوکيټ لطيف آپريدي او ايډوکيټ قمرنديم وړاندې شوي دي۔

د شکيل آپريدي وکيل قمر نديم وويل په فاټا ټربيونل کښې د هغه موکل شاوخوا شپتيه ځله نه سيوا وړاندې شوې خو ولي هر ځله د هغه په کيس کښې څه پرمختګ نه دې شوې او بغير له څه اوريدنې ملتوي شوې دې۔

هغه وويل هائيکورټ ته په مقدمه منتقل کيدو هغه هيله مند دې چې اوس به په کيس کښې څه نه څه پرمختګ وشي۔

ياده دي وي چې د ډاکټر شکيل آپريدي د کال دوۀ يوولسم په مهال د پيښور په کارخانو مارکيټ کښې نيول شوې ؤ۔

په د تور لګول شوي چې هغه د امريکا لپاره جاسوسي کړې او د اسامه بن لادن په ګرفتارۍ کښي يي د امريکا مرسته کړي ؤ۔

څرګنده دي وي چې اسامه بن لادن ايبټ اباد کښې د امريکائي پوځي آپريشن په نتيجه کښې وژل شوے دے۔

ډاکتر شکيل آپريدي د څه مودې لپاره د پيښور په سينټرل جيل کښې بندي ؤ خو ولې د سيکورټي انديښنو له وجې هغه د پنډۍ آډياله جيل ته استول شوي چرته چې هغۀ نن سبا په سخته سيکورټۍ کښې بنديوان دے۔

Show More

Related Articles