علي وزير او محسن داوړ نن يو ځل بيا د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت ته وړاندي شوي

سي ټي ډي عدالت ته خواست کړې چې  دواړه غړو ته دې ريمانډ ورکړي شي خو ولي عدالت د سي ټي ډي خواست رد کړې او د جولايۍ په نهمه نيټه يې دواړه غړؤ ته د بيا وړاندې کيدو حکم ورکړے

قامي اسمبلۍ کښې د شمالي او جنوبي وزيرستان غړي علي وزير او محسن داوړ نن يو ځل بيا د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت ته وړاندي شوي دي۔

علي وزير او محسن داوړ نن په سخته سيکورټۍ کښې د پيښور جيل نه بنو ته وړل شوي او عدالت ته وړاندې شوي دي۔

نن چې کله د شمالي او جنوبي وزيرستان نه ټاکل شوي د قامي اسمبلۍ غړي په بنو کښې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت ته وړاندې کول شو نو دغه مهال د عدالت سره نزدې ټولې کچرې تړل شوي وي او چا ته دا اجازات نه ؤ چې هغه دې د کچرو خوا ته لاړ شي۔

په دې موقع سي ټي ډي عدالت ته خواست کړې چې  دواړه غړو ته دې ريمانډ ورکړي شي خو ولي عدالت د سي ټي ډي خواست رد کړې او د جولايۍ په نهمه نيټه يې دواړه غړؤ ته د بيا وړاندې کيدو حکم ورکړے دے۔

د عدالت د احکاماتو وروسته علي وزير او محسن داوړ په جوډيشل ريمانډ بيرته د پيښور جيل ته ليږل شوي دي۔

څرګنده دي وي چې قامي اسبلۍ غړي علي وزير او محسن دواړ د جون په اوومه نيټه د شمالي وزيرستان خړ کمر سيمه کښې د رامخې ته شوي پيښې ورسته د سيکورټي فورسز په ډلې د حملې په تور کښې نيول شوي دي۔

Show More

Related Articles