د انضمام وروسته صوبائي حکومت د قبائلي سیمو بحالۍ لپاره فنډونه جارې کول شروع کړي

قبائلي سیمو کښې وړاندې هم په اربونو روپۍ خرڅ کړې شوې ولې زیات تره عام اولس تورونه لګوي چې نېمې نه زیاتې پکښې د کرپشن ښکار کیږي

افتخار خان

خېبرپښتونخوا حکومت قبائلي سیمو کښې د بدامنۍ او فوځي اپریشنو په محال ورانې شوې اووه سوه سرکاري منصوبو لپاره څلور اربه څلور څلويښت کروړه روپۍ جاري کړي دي. دغه فنډ کښې به یو ارب پنځه کروړه شمالي وزیرستان، یو ارب جنوبي، یو ارب یو کروړ کرمه، یو ارب اورکزئی، څلور څلويښت کروړه خېبر او یو کم پنځوس کروړه مومند ضلع کښې خرڅ کولې شي. د پي ډي اېم ای تر مخه د فنډ خرڅ لپاره آر آر آر یونټ وړاندې نه سروې کښې تباه شوې مختلف سهولتونه او منصوبې په ګوته کړې دي چې پکښې دوه سوه نهه دیرش سکولونه، یو اوویا د صحت مرکزونه، درې نیم سوه نه زیات د څښکلو اوبو او اوبه خور منصوبې شاملې دي.

وفاقي حکومت او فلاحي ادارو لخوا قبائلي سیمو کښې د بیا بحالۍ منصوبې وړاندې نه روانې خو دې ولې اوس پکښې د صوبائي حکومت برخه کردار هم قبائلي اولس او کارپوهانو ستائلې دې  ولې ورسره منصوبو کښې د شفافیت غوښتنه هم کوي.

په دې اړه د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکې د سکول استاذ شعیب خان وائي چې قبائلي اولس د ملک او قام د پاره ډیرې قربانیانې ورکړې دې ولې اوس ئي ژوند په زوړ ډګر د راوستلو وخت راغلې دې. ټي اېن اېن سره خبرو کښې شعیب اوېل چې حکومت دغه څلور نیم کروړه روپۍ ډیر بنیادي ضرورتونو د پاره مختص کړې او دا د ستائني وړ ده.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې شعېب اوېل چې قبائلو د حکومت په وېنا خپل کورونه پریخودې وؤ او چې بیا ئي واپسې اوشوه نو خالي مېدان ته واپس راغلل ځکه چې کورونه، جماعتونه، سکولونه او هسپتالونه هر څه ئی وران شوې وؤ.

“پکار ده چې دا پېسې د دغه کورونو، هسپتالونو او سکولونو په دوباره اباد کارۍ خرڅ کړې شي چې دا اولس یو ځل بیا خپل عام حالاتو ته بیرته راشي” شعېب مطالبه وکړه.

قبائلي سیمو کښې وړاندې هم په اربونو روپۍ خرڅ کړې شوې ولې زیات تره عام اولس تورونه لګوي چې نېمې نه زیاتې پکښې د کرپشن ښکار کیږي او هم دا وجه ده چې په په عملي توګه قبائلی سیمو کښې څه خاص بدلون په نظر نه راځي.

د کرمې پاړه چنار اوسیدونکې قبائلي مشر ذاهد حسین طوري هم وائي چې ترقیاتي کارونه ضروري دي ولې حکومت له پکار دي چې خرڅ کښې د کرپښن مخنیوي د پاره تګ لاره وټاکي.

ذاهد حسین ټي اېن اېن سره خبرو کښې اوېل چې دا فنډ په مکمل توګه انفراسټرکچر ته وېستل پکار دي چې سړکونه، د بجلۍ نظام او وران شوې سکولونه او هسپتالونه پرې بیرته آباد کړې شي. ده زیاته کړه چې د ټول فنډ لپاره یو خاص طریقه کار پکار دې چې څوک پکښې هم غلا ونکړې شي.

د فنډ جاري کوونکي آر آر آر یونټ وائي چې دغه فنډ به ضلعې انتظامیو په لاسونو خرڅ کولې شي ولې  د اورکزئي سماجي غړې عادل اورکزئ مشوره ورکوی چې دا فنډ دې بلدیاتي الېکشن نه پس د بلدیاتي نمائندګانو په لاس خرڅ کړې شي نو په صحیح توګه به استمال کښې راشي.

عادل اورکزئی ټي اېن اېن سره خبرو کښې اوېل چې د اېم اېن ایز، سینیټرانو او ضلعې انتظامیو سره د عام اولس وړاندې نه ښه تجربه نه ده شوې ولې هغوي ترقیاتي کارونو کښې مخ مروت هم کوي.

ده زیاته کړه”حکومت هسې هم دې کال کښې قبائلي سیمو کې بلدیاتي انتخابات کوي نو پکار ده چې دا فنډ دې هغه بلدیاتي نمائندګانو ته ایسار کړې شي ځکه چې هغه په اصل معنو کښې د عام اولس نمائندګان وي او خپلو سیمو کښې ژوند کولو سره د اصل مسئلو نه ښه خبر وي

صوبائي حکومت لخوا جاري شوې څلور نیم اربه روپو منصوبه کښې د جینکو یو شمیر وران شوې سکولونو بحالي هم شامله ده او قبائلي زنانه وائي چې هسپتالونو او د صفا اوبو منصوبو ته به هم دوي ته ډیره ګټه او آسانیانې په لاس ورشي.

په دې اړه د اورکزو سره تعلق لرونکې سماجي غړې صدف اورکزئی وائي چې د بحالۍ فنډونو کښې د زنانؤ خصوصي برخه ځآنله کول پکار وي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې صدف اورکزئي اوېل چې د جینکو تعلیم، صحت مرکزونه او د اوبو سکیمونه په ترجیحې بنیادونو کول پکار دي.

“قبائلي سیمو کښې زیات تره جینکې تعلیم حاصلولو غواړي خو د بده مرغه ورته سکولونه نه وي، هم دا رنګ اکثره زنانه د ماشومانو ځیګولو په وخت هسپتالونو کښې ډاکټرانو نیشتوالي له وجې ژوند د لاسه ورکړي” دې اوېل چې حکومت له په دې معامله سنجیده سوچ پکار دې.

څلور نیم اربه روپو کښې خېبرضلعې لپاره صرف څلور څلويښت کروړه روپۍ ایخودې شوې. په دې اړه د خېبر ځوانانو تنظیم خېبر ویلفئير یوت ایسوسی ایشن صدر رفیق افریدي وائي چې دا فنډ د نیشت برابر دې ولې پکار ده چې د نورو ضلعو برابر فنډ دې ورکړې شوې وؤ.

رفیق اوېل چې د خېبر قبائلي ضلعو کښې د آبادې په لحاظ دوېمه لویه ضلع ده ولې څلور نیم اربه کښې دې ضلعې ته صرف څلور څلويښت کروړه ورکول دوې سره د مېرنې مور سلوک کول دي.

د فنډ په اړه د آر آر آر یو یونټ ترجمان لطیف الرحمان ټی اېن اېن سره خبرو کښې وئيلې چې د انضمام وروسته صوبائي حکومت د ترهه ګرې په محال وران شوې د عام خلکو او سرکاري ودانو بحالۍ په اړه کار تیز کړې او تر دې دمه ئي اتلس نیم اربه روپۍ جاري کړې چې پکښې اخري قسط څو ورځې وړاندې د څلور نیم اربه روپو وؤ.

 

 

 

 

Show More

Related Articles