” په قبائلي ضلعو لګولې شوي ټيکس دې بيرته واخستې شي ګني اسلام آباد به بند کړو”

حکومت فيصله کړې وۀ چې د قبائلي سيمو څخه به پينځه کاله ټيکس نه اخستلې کيږي زمونږ غوښتنه شل کاله وۀ خو بيا مو هم د حکومت فيصله ومنله

د قبائلي ضلعې پخواني پارليماني غړي شاه جي ګل آپريدي ويلي بجټ کښې په قبائلي ضلعو لګولې شوي ټيکس بيرته واخستې شي ګني اسلام آباد به بند کړو۔

د خبري کنفرانس په مهال شاه جي ګل آپريدي ويلي د کله نه چې پاکستان جوړ شو په پخوانۍ ملاکنډ ايجنسۍ او فاټا کښې کسټم ايکټ لاګو نه ؤ خو په کال نورسوۀ اووۀ نوې کښې کسټم ايکټ نافذ شو۔

هغه وويل دا هم د هغه زيان وجه وۀ چې په دغه سيمو د ترهه ګرۍ ليبل ولګولې شواو مونږ په نړيوال کچ مفلوج پريښودلې شو، که يو خوا مو ترهه ګرۍ وزغمله نو بلخوا د کسټم ايکټ له وجې خلک بے روزګاره شوي دا هغه نوې پاکستان دے؟

شاه جي ګل آپريدي ويلي حکومت فيصله کړې وۀ چې د قبائلي سيمو څخه به پينځه کاله ټيکس نه اخستلې کيږي زمونږ غوښتنه شل کاله وۀ خو بيا مو هم د حکومت فيصله ومنله، عمران خان چې به کومه خبره او وعده کوله مونږ به پرې باور کولو خو ولي نن عمران خان پښتانه بے روزګاره کوي مونږ غوښتنه کوو چې د پښتنو له خلې نوړۍ دې ونۀ ترؤړل شي۔

بلخوا د جمعيت علما۶اسلام (ف) ډلې ايم اين اے مفتي عبدالشکور ويلي د قبائلي اولس سره پرله پسې ظلم کيږي که غوښتنې مو ونۀ منل شوې نو په احتجاجي توګه به اسلام آباد بند کړو۔

هغه وويل سياسي اختلاف په خپل ځاې خو د قبائلي اولس د مفادو لپاره به مونږ ټول يو کيږو او دا ظالمانه ټيکس به ختموو۔

هغه زياتوي عمران خان چې په کنټير کوم لوظونه کړي هغه دې پوره کړې هسې نه زمونږ جدوجهد ستا د حکومت مخه بدل کړي۔

همداشان لطيف آپريدي ويلي د غوښتنو نه پوره کيدو په ضد به افغانستان ته تلونکې نړيواله لاره بند کړو، په سيمه کښې له وړاندې نه د کرفيو کفيت دې ، د نور ټيکس لګولو سره به کارخانې بند شي بايد قبائلي سيمې د ټيکس نه وباسلې شي۔

Show More

Related Articles