‘‘انتخاباتو کښې ځنډ له عمله قبائلي اولس کښې انديښني رامخي ته شويدې‘‘

خيبر ضلعي د جماعت اسلامي امير شاه فيصل د ټي اين اين پروګرام بدلون کښي کړيدي، شاه فيصل په قبائلي ضلعو کښي کيدونکي ټاکنو کښي د جماعت اسلامي په ټکټ برخه اغستي د

د روژے نه پس قبائلي ضلعو کښي کيدونکي ټاکنو دپاره اميدوارانو سره يواځي شل ورځ وخت وو او په دومره لږو ورځو کښي په ښه ډول انتخابي مهم مو نه شو چلولے ولي اوس د ټاکنو ځنډيدو سره اميدوارانو ته خپل پيغام رسولو دپاره وخت ميلاو شوي دے۔

له دے خيالاتو څرګندونه د خيبر ضلعي د جماعت اسلامي امير شاه فيصل د ټي اين اين پروګرام بدلون کښي کړيدي، شاه فيصل په قبائلي ضلعو کښي کيدونکي ټاکنو کښي د جماعت اسلامي په ټکټ برخه اغستي ده۔

د دوي وينا وه چي په قبائلي ضلعو کښي هسي هم  ابادي لري پرتو سيمو کښې شتون لري او په کم وخت کښي اميدوارانو دپاره ممکنه نه ده چي ټولو سيمو کښي تلو سره انتخابي مهم اوچلوي، ده اويل چي دوي خيال لري چي ټاکني روسته کولو کښي د اميدوارانو ګټه ده۔

پينل ډسکشن کښي د اورکزو نه په انتخاباتو کښي برخه اغستونکي آذاد اميدوار عبدالشاهد اورکزئي او صحافي زاهد وزير هم شامل وو۔

انتخاباتو کښي ځنډ په اره د خبريال زاهد وزير وينا وه چي د اليکشن کميشن له دے ګام به  خرابي نتيجي رامخې ته کيږي ځکه چي قبائلي ضلعو کښي د ټاکنو اعلان نه روسته مقامي خلق خوشحاله وو چي د دوي په علاقو کښي د صوبائي اسمبلي دپاره  په ړومبي ځل ټاکني کيږي او دا د قبائلي ضلعو په خيبرپښتونخوا کښي انضمام ورسته  يو ښه ګام وو خو ولي په ټاکنو کښي د ځنډ اعلان روسته اولس او اميدوارانو کښي مايوسي خپره شوي ده۔

دوي اويل چي “اوس په قبائلي ضلعو کښي ټاکنو ته خلق پرجوشه نه دي او انتخابي مهم هم سوړ شوي دے، د دے وجه دا ده چي خلق او اميدوارانو کښي دا انديښنه رامخي ته شويده چي حکومت او اليکشن کميشن په قابئلي ضلعو کښي د ټاکنو کولو اراده نه لري”

زاهد وزير دا هم اويل چي مقامي خلق خيال کوي چي کيدلي شي حکومت اوس شپږيشتم آئيني بدلون بانه جوړولو سره ټاکني نورے هم شاته کړي۔

ياده دي وي چي اليکشن کميشن څو ورځي وړاندے د خيبر پښتونخوا حکومت په خواست د قبائلي ضلعو په شپاړس حلقو کښي صوبائي اسمبلي انتخابات اتلس ورځو پورے ځڼدولي دي۔

د اليکشن کميشن وياند ترمخه اليکشن کميشن آف پاکستان د خيبر پښتونخوا اسمبلئ کښي په شپاړس نشستونو ټاکني ځنډولي دي، قبائلي ضلعو کښي کيدونکي دا ټاکني اتلس ورځو له پاره ځنډولو شويدي۔

د اليکشن کميشن ترمخه د قبائلي ضلعو په شپاړس حلقو کښي ټاکني ړومبي په دويمه جولائي شيډول شوي وي ولي اوس به په شلمه جولائي کيږې۔

اورکزئي نه په ټاکنو کښي برخه اغستونکي اميدوار عبدلشاهد اورکزئي په انتخاباتو کښي ځنډ په اويل چي ټاکني د دوي بنيادي ضرورت دے۔

دوي خپلو خبرو کښې اويل چي “موږ غواړو چي په قبائلي ضلعو کښي انتخاباتو کښي دي نور تاخير اونه کړي شي ولي چي کال دوه زره اتلس او نورلس کښي حالات ډير ښه دي، انتخاباتو کښي د نور ځنډ راوستلو سره به سياسي پارټي په احتجاج کولو مجبوره شي”

د يو پوښتني په جواب کښي د شاه فيصل اپريدي وينا وه چي په ټاکنو کښي  نور ځنډ په دے وجه کيدے شي که چري حکومت شپږيشتم آئيني ترميم بل اسمبلئ ته راوړي او په دے ټاکني ځنډولو له پاره شپږ مياشتي نور وخت اوغواړي۔

دوي اويل چي که حکومت داسي کوي نو دا به قبائلي  اولس دپاره ډيره ګټه وره خبره وي، ولي چي دي سره قامي او صوبائي اسمبلئ کښي به  قبائلي ضلعو دپاره به څوکي سيوا شي خو که حکومت د دے نه علاوه د سيکورټي يا څه نوره بهانه کولو سره په اليکشن کښي نور تاخير کوي نو د دے پرضد به موږ احتجاج اوکړو۔

شاه فيصل دا هم اويل چي حکومت له پکار وه چي دا بل ئي د سينيټ نه زر ترزره پاس کړي وي خو ښکاري داسي چي د حکومت په نيت کښي څه فرق شته دے۔

ياده دي وي چي شپږيشتم آئيني ترميمي بل په ديارلسمه مئ قامي اسمبلئ کښي په متفقه توګه منظور شوي دے۔

ترميمي بل د منظوري نه پس قبائلي ضلعو دپاره د قامي اسمبلې شپږ نشستونه سيوا کيدو سره دولس ولي صوبائي اسمبلئ شپاړس نشتونه څليرشت ته رسولي شويدي۔

انضمام عمل ته حقيقي روح  ورکولو له پاره ټاکني کم حده پورے مهمي دي؟ له دے پوښتني په ځواب کښي عبدالشاهد اورکزئي اويل چي پنځويشتم آئيني ترميم نه روسته قبائلي اولس به هر څه د صوبے نه غواړي او داسي به هله ممکن وي چي کله قبائلي ضلعو کښي صوبائي ټاکني اوکړي شي او د دغه ځائي نمائندګان د خيبر پښتونخوا په اسمبلئ کښي موجود وي۔

دوي اويل “چي د فاټا اولس د کلنو راهسي د خپلو بنيادي حقونو نه محرومه دي، دا خبره سمه ده چي د قبائلو په نامه فنډونه راغلے دي خو دغه فنډونه هغه طريقے سره خرچ نه کړي شول کوم ډول چي پکار وو۔

قبائلي اولس سره حقونه ترلاسه کولو له پاره يواځنئ لاره صوبائي اسمبلئ ټاکني دي که په پارليمان  کښي غړي نه وي نو موږ به خپل حقونه چرته نه ترلاسه کوو”

د جماعت اسلامي انتخابي اميدوار شاه فيصل هم د عبدالشاهد اورکزئي د خبري سره په اتفاق کولو اوئيل چي قبائلي ضلعو کښي د صوبائي اسمبلې سره سره بلدياتي انتخابات هم زر تر زره کول پکار دي چي قبائلي اولس ته خپل حقونه ترلاسه شي۔

د يو پوښتني په جواب کښي خبريال ذاهد وزير اويل چي فنډونه په ښه توګه خرچ کولو دپاره ضروري ده چي په قبائلي ضلعو کښي صوبائي او بلدياتي ټاکني په وخت اوکړي شي او داسي خلق منتخب کړي شي کوم چي دا فنډونه په صحيح توګه د اولس په خيګړه راولي۔

دوي اويل که چيري قبائلي ضلعو کښي بلدياتي انتخابات اوکړي شي نو زما خيال دے چي وفاقي حکومت او صوبائي حکومت لخوا فاټا دپاره کوم فنډ ايښودے شوي هغه به په صحيح توګه خرچ کړي شي۔

دوي دا هم اويل چي خيبرپښتونخوا کښي د انضمام نه روسته اوس د قبائلي ضلعو د پرمختګ او بحالئ دپاره کميټي او پاليسې  جوړيږي خو تر څو چي د قبائلي ضلعو غړي په دے کښي شامل کړي شوي نه وي نو دا هرڅه ناکامه دي نوپکار دا  چي صوبائي او بلدياتي ټاکني په وخت کول يقيني کړي شي۔

د زنانو په ټاکنو کښي برخه اغستلو او د ووټ حق د استعمال په اړه شاه فيصل اويل چي سياسي ګوندونو له ضروري ده چي پنځه فيصده زنانه د اميدوار په توګه انتخاباتو کښي اودروي نو جماعت اسلامي هم يوه زنانه له ټکټ ورکړي دي د دے نه علاوه اے اين پي هم زنانه له ټکټ ورکړي دي۔

په دے حواله ذاهد وزير اويل چي قبائلي ضلعو کښي د شپيته فيصده زنانو شناختي کارډ ونه جوړ کړي شوي دي او دوي ته د خپلو نارينه لخوا ويلي شوي چي د خپل ووټونو اندراج وکړئ۔

 

دوي زياته کړه چي د قبائلي ضلعو په اولس کښي اوس پوهه راغلي ده او دوي خپلے زنانه پخپله ووټ اچولو له بوځي، ولي قبائلي ضلعو کښي زنانو له پاره ګرانه ده چي مهم اوچلوي خو طمع ده چي په مسقبل کښي زنانه په ګڼ شمير کښي ټاکنو ته اودريږي او باقاعده مهم هم اوچلوي۔

 

 

Show More

Related Articles