قبائلي ضلعو کښې سيلګري څه رنګ وده موندلې شي ؟

د سيلګرۍ لپاره ضروري ده چې ځاې ښکلې او يخ وي مونږ که په خپله سيمه کښې چرته هم لاړ شو د سيلګرۍ يو شمير ځايونه ليدلې شو

عثمان خان

سږکال د وړوکي اخترپه موقع سيلګرو نه يواځې د کالام او سوات مخه کړې بلکې له دې ترڅنګ يو شمير سيلګري په صوبه کښې ضم شوي د قبائلي ضلعو ښکلا ننداري ته هم ورغلي دي۔

په دې اړه د سيلګرو لارښود شفق ګګياڼې وايي سږکال قبائلي ضلعو ته د سلګونو سيلګرو د ورتګ لويه وجه د دغه سيمو په خيبرپښتونخوا کښې انضام دې۔

د ټي اين اين په ځانګړې خپرونه “منزل په لور” کښې د خبرو په مهال  شفيق ګګياڼي وويل ” وړاندې مو په قبائلي ضلعو کښې د سيلګرۍ څه اراده نه وۀ ، حکومت هم د قبائلي ضلعو سيلګرۍ ته د ودې ورکولو لپاره کوم کوټلي ګامونه نه ؤ پورته کړي”

هغه وويل اوس هيله مند دې چې د صوبائي حکومت لخوا دغه ضلعو کښې د سيلګرۍ پرمختګ لپاره ګامونه پورته کيږي او دغلته ټوارزم اتهارټي جوړيږي څوک چې به د سيلګرۍ لپاره نوي ځايونه په نخښه کوي نو ځکه سيلګري هم غواړي چې د قبائلي سيمو مخه وکړي۔

د شفيق ګګياڼي ترمخه دا ځل د باجوړ پشمول، تيراه ، مومند او نور ضلعو ته د نور کله نه سيوا سيلګري ورغلي او هيله ده چې په راتلونکي وخت کښې به هم يو شمير خلک د قبائلي ضلعو مخه کوي۔

خپرونه کښې د قبائلي ضلعو سيلګرۍ ځايونه په نخښه کونکې خبريال جواد يوسفزې او په شخصي توګه قبائلي ضلعو کښې سيلګرۍ ته وده ورکونکې د کرمې ضلعي سبحان علي هم د ټي اين اين ميلمانه وو۔

د جواد يوسفزي ترمخه ” په دې سيمو کښې د سيلګرۍ دومره ښکلي ځايونه دي چې د خلکو پام ځان ته اړوي که چرې د وزيرستان خبره وشي نو هلته، رزمک، مکين، لدها او کانيګورم داسې ځايونه دې چرته چې سيلګري وده موندلي شي ولې دغه سيمې په خپل خائست کښې مثال نلري”

د جواد يوسفزي په وينا د کرمې ضلعې ډوګر، باغ ليلا او حيدر زمان هم د ليدلو او کتلو ځايونه دي۔

دي لړ کښې سبحان علي وويل قبائلي ضلعي او په خصوصي توګه کرمه ضلع کښې يو شمير داسې ځايونه شته کوم چې د سيلګرۍ لپاره منلې شوي ځايونه دي۔

د يوې پوښتنې په ځواب کښې د سيلګرو لارښود سفيق ګګياڼي وويل ” د سيلګرۍ لپاره ضروري ده چې ځاې ښکلې او يخ وي مونږ که په خپله سيمه کښې چرته هم لاړ شو د سيلګرۍ يو شمير ځايونه ليدلې شو د مثال په توګه که د ګلياتو خبره وشي هلته په باقاعده توګه يو اتهارټي جوړه شوې کومې چې نه يواځې د هغه ځاې د پاکوالي خيال ساتي بلکې د هغه ځاې د سړکونو او د خلکو خسمانه هم باوري جوړوي”

بلخوا جواد يوسفزي وايي په سيمه کښې د امن او امان ښه والې له وجې هم يو شمير سيلګري قبائلي ضلعو ته ورغلي ولې څه ورځې وړاندې ما د وزيرستان يو څو انځورونه ليدلي چې پکښې د سيلګرو يو ډلې هلته ته ورغلي او شپه يي تيره کړې ده۔

هغه وايي د قبائلي ضلعو د سليګرۍ سيمي د اولس لپاره نوي دې او خلک غواړي چې د نوو سيمو ننداره وکړي او دغه ځايونو وويني۔

شيفق ګګياڼي وايي قبائلي ضلعو کښې سيلګرۍ ته ودې ورکولو لپاره مهمه ده چې دغلته دې مارکيټونه، هسپتالونه، او نور سهولت برابر کړې شي او له دې سره سره مهم کار د سړکونو رغوڼه ده چي اولس ته ترې په تګ راتګ کښې آسانۍ په لاس ورشي۔

هغه وويل د سوشل ميډيا له لارې هم دغه سيمې نړۍ ته ښودلې شي خو ولي له بده مرغه په دغه سيمو کښې تراوسه د انټرنيټ سهولت نه دې بحال شوي بايد دا مهم کار دې وکړې شي۔

جواد يوسفزي زياتوي مقامي خلک هم بايد په خپلو سيمو کښې سيلګرۍ ته ودې ورکولو لپاره خپل کردار ترسره کړي ولې چې ترڅو خپلو خلکو سيلګرۍ ته هرکلې نه وي ويلې ترهغې سيمې پرمختګ نه شي کولې۔

همدا شان سبحان علي زياتوي قبائلي اولس ډير ميله دوست خلک دې خو ولي بايد سيلګري هم د قبائلي رواج او اقدارو خيال وساتي ولې چې قبائلي اولس ترهغې د چا ميلمستيا نه کوي ترڅو چې هغه د قبائلي رواج او اقدارو خيال نه وي ساتلې۔

Show More

Related Articles