“حکومت د انضمام په اړه په سمه لاره تګ نه کوي”

حکومت هڅه کوي چې په قبائلي ضلعو کښې کيدونکې صوبائي ټاکني وځنډوي د کومي لپاره چې هغه بېلا بيلې لارې خپلوي

خالده نياز

“خيبرپښتونخوا کښې د قبائلي ضلعو انضمام فيصله د پاکستان تحريک انصاف حکومت نه وړاندې په جلد بازۍ کښې شوي، د انضام لپاره په کيدونکي اصلاحاتو باندې په سمه توګه کار نه کيږي د پاکستان تحريک انصاف ګوند د معاشي ستونزو باوجود د قبائلي ضلعو ترقۍ لپاره کار کوي خو دا کار د تسلۍ نه دے”

د دې خيالاتو څرګندونه د پاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکې د خيبرضلعې محمد شفيق د ټي اين اين په بدلون پروګرام کړي دي۔

هغه ويلي د قبائلي ضلعو انضمام نه مخکښې د ايف سي آر قانون ؤ په کوم کښې چې په شمير خلکو ، چې پکښې پوليټيکل ايجنټ او ملکانان شامل ؤ ته واک ترلاسه ؤ خو ولي عام اولس د خپل بنيادي ضرورتونو څخه محرومه وو۔

شفيق آپريدي وايي زمونږ سوچ ؤ چې له انضمام نه پس به قبائلي اولس ته د تعليم، صحت او نورو څانګو سهولتونه ورکړې شي خو ولي له بده مرغه تراوسه قبائلي اولس ته د انضمام ميوۀ نه ده ورکړې شوې۔

د هغه سره په دغه پروګرام کښې د پاکستان پيپلز ګوند ، د ټرائبل يوته جرګې غړې اکبرعلي او تکړه خبريال رسول داؤړ هم موجود وو۔

د يوې پوښتني په ځواب کښې اکبر علي وويل په انضمام د عمل درآمد حوالې سره حکومت په سمه لاره تګ نه کوي خلکو له تحريک انصاف نه ډير اميدونه لرل خو له بده مرغه حکومت قبائلي اولس له هيڅ هم ونکړل۔

هغه وويل د حکومت لخوا اعلان شوې ؤ چې قبائلي ضلعو ته به په اين ايف سي ايوارډ کښې سل اربه روپۍ ورکولې کيږي کومې چې تراوسه نه دي ورکړي شوي، حکومت کله وايي سيند نه دې رضا، کله وايي بلوچستان نه دې رضا زه وايم که حکومت په شوګر ملينو پينځه پينځه سوۀ ارب سبسډي ورکولې شي نو داسې دې وکړي چې حکومت دې د خپله اړخه قبائلي ضلعو سل اربه روپۍ ورکړي او چې کله د اين ايف سي ايواړ باندي په شريکه فيصله وشي حکومت دې قبائلي ضلعو ته ورکړې کيدونکي پيسې   ځانله واخلي۔

د اکبر علي ترمخه حکومت هڅه کوي چې په قبائلي ضلعو کښې کيدونکې صوبائي ټاکني وځنډوي د کومي لپاره چې هغه بېلا بيلې لارې خپلوي، که چرې حکومت د قبائلي ضلعو سره مخلص وې نو د اليکشن نه وړاندي به يي شپږويشتم آئيني ترميمي بل نه پاس کوو۔

د رسول دواړ ترمخه څه موده وړاندې د انضمام عمل ډير په تندۍ سره مخ پر وړاندې روان ؤ ولې چې عدالتونو هم په قبائلي ضلعو کښې کار پيل کړې ؤ له دې نه علاوه ليويز او خاصه دار په پوليس کښې ضم شو خو ولې اوس د انضمام عمل د سستوالي ښکار شوے دے۔

هغه وايي څو ورځې وړاندې په جنوبي وزيرستان کښې کلرک ايسوسي ايشن احتجاج کړې ؤ چې پکښې هغوئ غوښتنه کوله مونږ ته دې خپل کار او اختيارات وښودلې شي، آئي جي هم ويلي وو چې هغه به د جنوبي وزيرستان دوره کوي او په عملي توګه به پوليس ته د واک ورکولو لپاره کار کوي خو ولي بيا هم تراوسه هيڅ نه دي شوي۔

له انضمام ورسته قبائلي ضلعو ته د سپريم کورټ او هائيکورټ واک غځولي شوي، خاصه دار په پوليس کښې ضم شوي، آر ټي آئي ايکټ دغه سيمو ته رسولې شوې، په صوبائي او قامي اسمبلۍ کښې د قبائلي ضلعو څوکۍ سيوا کولو بل وړاندې شوي او له دې ترڅنګ د صحت انصاف کارډ او روزګار په رنګ سهولتونه قبائلي اولس ته ورکړې شوي دي۔

په دې اړه محمد شفيق آپريدي وويل دا د حکومت لويه کاميابي ده ولې له دې وړاندې به په قبائلي ضلعو کښې د جرګو له لارې فيصلې کيدې شوې چې به پکښې اکثره د زوره ور سړې خبره منلې شوي او غريب په پکښې نظر انداز کيدلائ شو۔

هغه وويل باړه کښې د لوبو ميدان اخستو لپاره حکومت دولس کروړه روپۍ منظور کړې وي خو ولي يوې زوره ورې ډلې هغه پيښې په غلطه لارې راوباسلې د کومې په ضد چې هائيکورټ کښې رټ پيټيشن دائر شوي ، که چرې قبائلي ضلعو ته د سپريم کورټ واک نه وې غځول شوي نو ګران وۀ چې داسې شوې وې او متاثره شوي خلکو ته خپل حق ورکړې شوې وې۔

د يوې پوښتني په ځواب کښې رسول داؤړ وويل د صوبے په کچ د اصلاحاتو ځنډولې لويه وجه ګورنر دې ولې چې ګورنر اوس هم د قبائلي ضلعو په اختياراتو ناست دې، دې نه علاوه په ضلعي انتظاميه کښې چې کوم خلک ناست دي هغه هم د اختياراتو پسې منډي وهي او څه خلک داسې هم شته چې پوليس نظام ته په ښه سترګه نه ګوري ولې چې هغوئ ته ورکړې کيدونکي مراعات هم ختم شوي دي۔

اکبر علي زياتوي که څه هم حکومت د انضمام په عمل کښې سنجيده نه دې خو بيا هم اميد شته چې يو کال پس حالات بدل شي خو که چرې د قبائلي اولس سره نور زياتي وشو نو ځوانان به يې په ضد غږ پورته کوي۔

Show More

Related Articles