قبائلي ضلعو د کمشنرانو دفترے د منتقل کولو اعلاميه جاري شوي

خيبر پښتونخوا حکومت د قبائلي ضلعو ډپټي کمشنرانو دفتري متعلقه ضلعو ته د منتقل کولو په حواله اعلاميه جاري کړي ده۔

خيبر پښتونخوا حکومت د قبائلي ضلعو ډپټي کمشنرانو دفتري متعلقه ضلعو ته د منتقل کولو په حواله اعلاميه جاري کړي ده۔

د صوبائي حکومت لخوا نه جاري کړي شوي اعلاميے ترمخه ډپټي کمشنر خيبر، اورکزئي او جنوبي وزيرستان دفتري متعلقه ضلعو ته د منتقل کولو حکم جاري کړي دے۔

د اعلاميے ترمخه د خيبر ډپټي کمشنر دفتر د پيښور کينټ نه جمرود او د اورکزئي ډي سي دفتر هنګو نه کلايه ته د منتقل کولو حکم ورکړي شوي دے۔

هم داشان د جنوبي وزيرستان ډي سي دفتر ټانک نه واڼا ته منتقل کولو حکم شوي دے۔

په اعلاميه کښي وئيلي شوي دي چي ټولے دفترے دي په درے مياشتو کښي دننه متعلقه ضلعو ته د منتقل کولو عمل سرته اورسولے شي۔

صوبائي حکومت ترمخه دا فيصله قبائلي ضلعو کښي د سيکيورټئ صورت حال ښه کولو په بنياد کړي شوي ده۔

Show More

Related Articles