د قبائلي ضلعو لپاره سولرائزيشن نظام څومره ګټور دې ؟

د بجلۍ ټيوب ويلونه ډيره په آسانه سولرائزيشن نظام ته بدول شي او پر دې شاوخوا د اووۀ نه تراته لکه روپۍ لګښت راتلې شي

ناهيد جهانګير

“په قبائلي ضلعو کښې د سولرائزيشن نظام د ډير اهميت وړ دې، دا نظام زمونږ په کورنو، سکولونو او جوماتونو کښې ډير ضرورت لري، يو خوا که د دې نه مونږ ته اوبو ميلاويږي نو بلخوا هم د دې د لارې زمونږ د بجلۍ ستونزه ختميږي”

د دې خيالاتو څرګندونه د خيرښيګرې تنظيم چئيرمين صحبت آپريدي د ټي اين اين پروګرام منزل په لور کښې د خبرو په مهال کړې ده۔

په دغه پروګرام کښې د شمسي توانايۍ تکنيکي ماهرسهيل خان او د قبائلي زنانو لپاره کار کونکي زنانۀ سکينه مومند هم ګډون کړې ؤ۔

صحبت خان آپريدي ويلي که چرې قبائلي ضلعو ته وکتلې شي نو آتيا فيصده سيمي يې په غرونو کښې ده او نورې پاتې ميداني دي۔

هغه وويل په دغه غرئيزو سيمو کښې زنانه د لرې لرې ځايونو او چينو نه په سر اوبه راوړي نو ځکه که چرې زمونږ په سيمو کښې د سولرائزيشن نظام بندوبست وشي نو دا به ډير ښه ګام وي ولې چې له دې سره به د اوبو ترڅنګ نوري ستونزې هم هواري شي۔

صحبت خان وايي دا يو جديد او ګټور نظام دې زما خواهش دې چې د سولرائزيشن نظام په ټول ملک کښې راوستلې شي۔

دې لړ کښې سکينه مومند ويلي ” خيبر ضلع کښې خو بيا هم ټيوب ويل او کوهيان شته دې ولې د هغې خپله مومند ضلع ټوله غرئيزه ده او د اوبو کوهيان اوويا او اتيا ګزه په زمکه کښې ژور دي، زنانه د دغه کوهيانو نه د بوقې په ذريعه اوبو راوباسي، که چرې د سولرائزيشن نظام سره د اوبو راوستلو نظام برابر شو نو د زنانؤ په ستونزو کښې به کمې رامخي ته شي”

د يوې پوښتنې په ځواب کښې صحبت خان آپريدي وويل زياتره قبائلي سيمي غرئيزې دي او په غرئيزو سيمو کښې اوبو دومره نه ضائع کيږي څومره چې په ميداني سيمو کښې ضائع کيږي او دا چې زمونږ په سيمو کښې د اوبو هيڅ کمې نيشته البته د اوبو کچه ډيره ټيټه ده، نه خو حکومت او نه کومې اين جي او په دې کار کړې چې زمونږ اوبو مخفوظې کړي او د راتلونکي لپاره نورې اوبه ضائع نه شي۔

هغه وويل که چرې حکومت مونږ ته ټينکۍ راکړي او تر کوره پورې راته د اوبو پائپ لائن راولي نو نه يواځې به زمونږ اوبو محفوظ شي بلکي د هغه زنانؤ ستونزې به هم ختمې شي څوک چې د لرې پرتو سيمو نه په سرونو اوبو راوړي۔

په بجلۍ چليدونکي ټيوب ويلونه څنګه سولرائزيشن ته بدلولې شي او څومره لګښت پرې راتلې شي؟

د دې پوښتنې په ځواب کښې سهيل خان وايي د بجلۍ ټيوب ويلونه ډيره په آسانه سولرائزيشن نظام ته بدول شي او پر دې شاوخوا د اووۀ نه تراته لکه روپۍ لګښت راتلې شي۔

په دې منصوبه کښې د کرپشن مخنيوي په اړه صحبت خان آپريدي وويل ” دا سيکم که چرې د کميونټي په فزيلبيټي وي، په داسې ځايونو او پټو کښې دې ولګولې شي چې د دې لپاره مناسب وي نو د کرپشن مخنيوي کيدلائ شي دې نه علاوه د کرپشن مخنيوې ممکن نه دې”

سکينه مومند وايي دې منصوبې لپاره دې په عام اولس مشتمله ټولنه جوړه شي څوک چې د خپلې سيمې ضرورتونو پيژني نو بيا مکمنه ده چې دا منصوبه په ښه توګه وچليږي۔

صحبت خان د سکينه مومند د خبرې سره اختلاف لري او وايي ” دا منصوبه د فزيليبيټي په بنياد پکار ده هغه وويل په داسې کلي کښې د ټولنې جوړولو څه ضرورت دې چرته چې اوبه نه وي ؟ پکار ده چې وړومبې سروے وشي او معلومه شي چې چرچرته اوبو نشته، ځاې مناسب دې او که نه، آبادۍ ته هم کتل پکار دي چې د ټيوب ويل ضرورت لرې، که د هينډ پمپ ،که د ټول کار په منظمه توګه وشي نو هيله ده چي د منصوبي نه اولس ګټه واخلي”

سکينه مومند زياتوي” قبائلي اولس نه خو د ځان لپاره د ټيوب ويل انتظام کولې شي او نه کومه بله لاره لري، بايد حکومت خپله د دغه سيمو سروے وکړي او وګوري چې کوم کوم ځاې کښې د څه څه ضرورت دې، چرته چې د اوبو خور ټيوب ويل ضرورت وي هلته دې هغه ولګوي او چې چرته د  څښلو د اوبو د ټيوب ويل ضرورت وي هلته دې د څښلو د اوبو ټيوب ويل ولګوي”

صحبت خان وايي قبائلي اولس د ترهه ګرۍ له دوره تيروتلې د کومې په مهال چې د اوبو څومره هم منصوبې وې هغه ټولې د ترهه ګرۍ ښکار شوي ، کوهيان ته زيان رسيدلې دې۔

د هغې په وينا قبائلي ضلعو کښې د بيا آبادکارې دور پيل شوي، د زړومنصوبي مرمت په ځاې دې قبائلي اولس ته د پبلک هيلته او تعليم په مد کښې پيکجونه ورکړي شي ولې چې چرته د صحت خبره کيږي هلته خامخا د اوبو ذکر رامخي ته کيږي او دا چې سخا اوبو له وجې ناورغۍ هم خپريږي، چې چرته اوبه نه وي هتله ژوند تيرول ګران شي۔

د سهل خان ترمخه هغه په پرائيوټ توګه په بجلۍ چليدونکي ټيوب ويلونه په کاميابۍ سره سولرائز نظام ته د بدل کړي هغه وايي شاه کس او برقمبر خيل سيمه کښې يې د تيوب ويلونو سولرائيز نظام کامياب کار کړے دے۔

صحت خان آپريدي زياته کړې که چرې يوخوا د سولزائزيشن نظام فائدې شته خو ولي بلخوا د دي نقصانات هم شتون لري، د مثال په توګه د دې نظام له وجې د واپډا محکمې هم ختميدې شي، د پينل لګولو سره زمکه هم کميدې شي او د ټولو نه لويه خبره دا چې د دې نظام څخه پيدا کونکي ګته نورو هيوادنو ته ترلاسه کيږي ولې چې دا پاکستانې نظام نه دي بايد په واپډا دې کار وشي چې په خپل ملک کښې بجلي پيدا کړې شي۔

Show More

Related Articles