اليکشن کميشن قبائلې ضلعو کښې انتخاباتو دپاره ټول انتظامات ترسره کړېدي: چيف اليکشن کمشنر

صوبائي حکومت له دے خبري باور ورکړے دے چي حکومت به ټولو پولنګ سټيشنو کښې سيکورټي کيمري لګول يقيني کولو دپاره پورا کوشش کوې

اليکشن کميشن آف پاکستان قبائلي ضلعو کښې په ۲۰ جولائي کيدونکي انتخاباتو دپاره ټول مهم انتظامات سرته رسولې دي، او زيات حساس پولنګ سټيشنو کښې دننه او باهر ولي نورو پولنګ سټيشنو باهر به صرف فوځي اهلکار تعينات کولې شې۔

د اليکشن کميشن د لوري جاري کړے شوي بيان کښې ويلي شويدې چي د قبائلې ضلعو انتخاباتو په اړه د چيف اليکشن کمشنر جسټس (ر) سردار رضا په مشري کښې يوه غونډه شوي چي پکښې سيکرټري اليکشن کميشن نه علاوه ايډيشنل چيف سيکرټري خيبر پښتونخوا او ټولو قبائلې ضلعو ريټرننګ آفسرانو ګډون کړے دې۔

چيف اليکشن کمشنر ويلي دي چي نوې قبائلي نه شکايات ترلاسه شويدي چي صوبائي حکومت هلته دفعه ا۴۴ نافد کړېده چي له امله ئي سياسي ګوندونو ته انتخابي مهم چلولو کښې ستنځي ورپيښي دي، کوم باندي صوبائي حکومت ويلي دي چي حکومت د اليکشن کميشن په امر باندي دفعه ۱۴۴ په فوري توګه پورته کړيده۔

چيف اليکشن کمشنر صوبائي حکومت ته هدايت کړے دي چي د انتخاباتو انعقاد پوري دے ترقياتي فنډونه ورنکړے شي او ضلعې ريټرننګ آفسرانو ته ئي سختي سره ضابطه اخلاق باندي د عمل يقيني کولو او غير جانبدار پاتي کيدو امر کړے دې۔

په دے مهال صوبائي حکومت له دے خبري باور ورکړے دے چي حکومت به ټولو پولنګ سټيشنو کښې سيکورټي کيمري لګول يقيني کولو دپاره پورا کوشش کوې۔

سيکرټري اليکشن کميشن د غونډې ګډون والو ته ويلي دي چي اليکشن کميشن کوشش کوې چي سيوا نه سيوا خلق او په خصوصي توګه زنانه د خپلي راۓ استعمال اوکړي کوم دپاره چي به زنانه سيکورټي اهلکاري تعينات کولې شې۔

څرګنده دے وي چي د تيري جمعي په ورځ د اپوزيشن جماعتونو رهبر کميټي غونډه شوي وه چي پکښې قبائلي ضلعو کښې د پولنګ سټيشنو دننه د فوځي اهلکارو تعيناتي باندي سختي نيوکي شوي وي او اليکشن کميشن نه ئي د پولنګ سټيشنو دننه د فوج تعيناتي فيصله بيرته اغستو غوښتنه کړي وه۔

Show More

Related Articles