د کامياب مذاکراتو ورسته کليئرنس ايجنټانو د هړتال ختمولو اعلان کړې

د آن لائن کسټم کليئرنس لپاره انټرنيټ د  نشت برابر دې چې له وجي يې د تجارتي سامان په کليئرنس کښې سختي ستونزې رامختي شوي

د کسټم چارواکو سره د کامياب مذاکراتو ورسته کليئرنس ايجنټانو د تيرو پينځه ورځو راهسې روان هړتال ختمولو اعلان کړې دې۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه د کسټم چارواکو او کليئرنس ايجنټانو ترمينځ د کامياب مذاکرات نه پس کليئرنس ايجنټانو د خپل پينځه ورځني هړتال ختمولو اعلان کړې چې ورسره د نن نه د افغانستان سره دوۀ اړخيز تجارت بحال شوې دې۔

د مذاکراتو په مهال د کسټم چارواکو لخوا کليئرنس ايجنټانو ته د ستونزو حل کولو باور ورکړې شوي او فيصله شوي چې د کليئرنس وخت د غځولو سره سحر اووۀ بجو نه تر ماښام پينځه نيمو بجو پوري شوې دې۔

د دې نه علاوه ټريډ هال کښې به فيسيليټيشن سنټر هم جوړولې شي چرته چې به کليئرنس ايجنټانو ته د تيز انټرنيټ سهولت ورکولي شي۔

ياده دوي چې د جولايۍ په پينځمه نيټه د طورخم کسټم کليئرنس ايجنټس ايسويسي ايشن لخوا يو ځل بيا د خپلو غوښتنو په حق کښې د هړتال اعلان شوې ؤ۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه د کليئرنس ايجنټانو د هړتال له وجې د افغانستان سره دوۀ ازخيزه تجارت ځنډول شوې او دوۀ اړخونو ته په سلګونو مال وړونکي ګاډي ګير شوي وو۔

د ايسويسي ايشن په کال نجي کسټم کليئرنس ايجنټانو هم د تجارتي سامان د کليئرنس ترنامعلومه مودې د بائيکاټ اعلان کړې ؤ۔

د ايسويسي ايشن عهديدارانو ترمخه د آن لائن کسټم کليئرنس لپاره انټرنيټ د  نشت برابر دې چې له وجي يې د تجارتي سامان په کليئرنس کښې سختي ستونزې رامختي شوي دي۔

د کسټم ايجنټ زرقيب شينواري په وينا په پوله د سکيننګ باجود د مال ګاډو سل فيصده ايګزاميشن د قانون خلاف وزري ده۔

ايسويسي ايشن غوښتنه کړې چې د کليئرنس لپاره دي د تيز ترين انټرنيټ بندوبست وکړې شي او کسټم عملې د غيرضروري  ګامونو خاتمه دې باوري جوړه کړې شي۔

په ډاګه دي وي چې د کال دوۀ زره اتلس په مهال په طورخم پوله د کسټم کليئرنس په طريقه کار کښې د بدلون له وجې وخت په وخت د کسټم کلئيئرنس ايجنټانو لخوا مظاهري کيږي۔

Show More

Related Articles