ميرانشاه هسپتال کښې لوډشيډڼګ له امله مريضان کور نه په بيټرو او پکو راوړلو مجبوره

د شپې په وخت د بجي لوډشيډڼګ له وجي مريضان ډير په تکليف کښې وي او دا چي دوي ته په زخمونو پټي او انجکن لګولو کښې ډېري ستونزې رامخي ته کېږي

حاجي مجتبي

قبائلي ضلعې شمالې وزيرستان ضلعې هيډ کواټر هسپتال ميرانشاه کښې د بجلي لوډشيډڼګ له امله ناروغان سختو ستونزو سره مخ دي۔

مقامي اولس وائي چي هسپتال کښې د بجلي نشتوالي له وجي زياتره وارډونه خالي پراته دي او مريضان يا خو کورونو او يا د بنو او پيښور هسپتالونو مخه کوي۔ د ماشومانو وارډ کښې داخل د ويني د ناروغي ماشوم پلار يوسف خان ټي اين اين سره خبرو کښي ويلي دي چي وارډ کښې زياتي ګرمي له امله خالي پروت دے او د اتلس ګهنټو بجلي لوډشيډڼګ له وجي دوي ستونزو سره مخ دي ولي د تپوس کولو څوک نشته۔

اي اين ټي وارډ کښې موجود يو مريض پوښتني له راغلي عبدالله نومي کس اويل چي د زياتي ګرمي له وجي مريضان په بد حال دي او خلق خپلو مريضان دپاره سولر پنکي او بيټري دکور نه راوړي۔

هسپتال کښې په ايمرجنسي ډيوټي موجود ډاکټر عظيم الله په اړه ويلي دي چي د شپې په وخت د بجي لوډشيډڼګ له وجي مريضان ډير په تکليف کښې وي او دا چي دوي ته په زخمونو پټي او انجکن لګولو کښې ډېري ستونزې رامخي ته کېږي۔

د هسپتال ايم ايس ډاکټر سلطان محمد په دې اړه ويلي دي چي شمالې وزيرستان ضلعي هيډکواټر اسپتال ټولو قبائلي ضلعو کښې د کارکردګي په بنياد په دويم نمبر ځکه چي دلته مريضانو ته او پې ډي او اپريشن کولو کښې ډيري آساني ورکولي شې، ډاکټر سلطان محمد اويل چي د بده بخته هسپتال کښې د اتلس اتلس ګهنټي لوډششيډڼګ روان وي۔

دوي اويل چي د لوډشيډڼګ ختمولو دپاره ډې سي، پاک فوځ او متعلقه اداري واپډا چارواکو ته معلومات ورکړي شوي چي کم نه کم هسپتال بجلي په خصوصي توګه څليريشت ګهنټي ورکول يقيني کړې شې۔

Show More

Related Articles