لنډيکوتل کښې د پاکستان تحريک انصاف غړو د نور الحق قادري په ضد دهرنا ورکړې

مقامي قيادت تور لګولې ؤ چې نور الحق قادري د پارټي قانون خلاف ورزي کوي او په سيمه کښې د تحريک انصاف نامزد اميدوار په ځاې د آزاد اميدوار ملاټر کوي

د خيبر ضلعې په لنډيکوتل تحصيل د پاکستان تحريک انصاف عهديدارانو او غړو د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري په ضد احتجاجي دهرنا ورکړي ده۔

په دغه احتجاجي کيپ کښې د پي ټي آئي سينئر رهنما شاه حسين آپريدي، محمد حکيم آپريدي، او د صدام شينواري پشمول نور ګن شمير کارکنانو ګډون کړې ؤ۔

په دهرنا کښې کډونوالو په لاسونو کښې بينرې او پلے کارډونه پورته کړې ؤ چې پرې د نور الحق قادري په ضد د په خپل حق کښې نعارې ليکلې شوي وې۔

دغه مهال د پي کې يوسل پينځه حلقې نه د پاکستان تحريک انصاف نامزد اميدوار احتجاجي کيمپ ته په وينا کښې ويلي د عمران خان بنيادي مقصد پاکستان د کرپشن نه پاکول دي او چې د پاکستان اولس پيسه کوم کوم ليډر لوټ کړې وي هغه بيرته ملک ته راوړل دي۔

هغه وويل د مذهبي چارو وفاقي وزير څوک چې پاکستان تحريک وزير دې د پارټۍ رولز خلاف ورزي کوي بايد د پارټۍ مرکزي قيادت د هغه په ضد کارروايي وکړي۔

ياده دي وي چې دوۀ ورځې وړانډې  د پاکستان تحريک انصاف مقامي قيادت تور لګولې ؤ چې نور الحق قادري د پارټي قانون خلاف ورزي کوي او په سيمه کښې د تحريک انصاف نامزد اميدوار په ځاې د آزاد اميدوار ملاټر کوي۔

دوي غوښتنه کړي ؤ که چرې د وفاقي وزير په ضد کارروايي ونکړې شوي نو د وزيراعلي هاوس مخې ته به احتجاجي دهرنا ورکوي۔

Show More

Related Articles