شمالي وزيرستان په وړومبي ځل درې پوليس ټانو خپل کار شروع کړې

مونږ لپاره د ټولو نه لوې چلينج په پي کې يوسل يوولس او دولس کيدونکي انتخابات په خير ترسره کول دي

حاجي مجتبي

د قبائلي ضلعو خيبرپښتونخوا کښې انضمام ورسته په وړومبي ځل د شمالي وزيرستان په ضلع کښې درې پوليس تاڼو خپل کار شروع کړې دې۔

دې لړکښې د شمالي وزيرستان پوليس افسر شفيع الله ګنډاپور ټي اين اين ته ويلي چې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه، ميرعلي او زرمک کښې د پوليس ټانې فعاله شوي او دغه تاڼو ته د ډي ايس پي پشمول ايس ايچ او نوره عمله ليږل شوي ده۔

هغه وويل اولس دې په پوليس مکمل اعتماد وکړې او په سيمه کښې دې د امن او امان وضع ښه ساتلو لپاره د پوليس سره مرسته وکړي، مونږ به د اولس ستونزې او د هغوئ ترمينځ شخړې په رضا او د جرګې د مشرانو د لارې حل کوو۔

ضلعي پوليس افسر ويلي مونږ لپاره د ټولو نه لوې چلينج په پي کې يوسل يوولس او دولس کيدونکي انتخابات په خير ترسره کول دي۔

هغه وويل موږ به هڅه کوو چې په سيمه کښې د صوبائي اسمبلۍ تاکنو په مهال ټول پولنګ سټيشنو ته فل پروف سيکورټي ورکړو او دغه ټاکنې په شفاف توګه ترسره شي۔

بلخوا د وزيرستان مشر ملک نصرالله خان ويلي په شمالي وزيرستان کښې د پوليس نظام فعال دې او د اولس په دوي مکمل اعتماد دې۔

هغه ويلي د پوليس نظام کله هم کمزوري نه وي خو ولې په سيمه کښې دغه نظام په مکمله توګه فعاله کولو کښي لږ وخت لږي۔

Show More

Related Articles