قبائلي ضلعو کښې کيدونکي ټاکنو لپاره ټولې تيارۍ ترسره شوي

خيبر پښتونخوا کښي په وړومبي وار قبائلي ضلعو له نمائندګي ورکولو له پاره ټاکني د خالي په ورځ کيدونکي دي، د صوبائي اسمبلئ په شپاړس نشستونو د ټاکنو تيارۍ سرته رسيدلے ولي د انتخابي سامان ويش به سبا نه شروع کيږي۔

قبائلي ضلعو کښي د صوبائي اسمبلئ انتخاباتولپاره يوزر اته سوه اووه نوي پولنګ سټيشني قائم کړي شوي دي په کوم کښي چي پنځه سوه څلورپنځوس زياتي حساسي او څلور سوه يوشپيته حساسي ګرځولے شوي دي۔

شمالي او جنوبي وزيرستان کښي ټولے پولنګ سټيشني حساس ترين او حساس ګرځولے شوي دي۔

په حساس ترين پولنګ سټيشنو به د آرمي ځوانان تعينات کولے شي۔

پولنګ به د خالي په ورځ سحر اته بجے شروع کيږي او ماښام پنځه بجو پورے به جاري وي۔

شپاړس نشستونو لپاره دوه سوه اووه نوي اميدوارو دي، او د اته ويشت لکه نه سيوا ووټران به د صوبائي اسمبلۍ غړي منتخب کوي په کوم کښې چي زنانه ووتړانو شميره ديرش زره او پينځه سوه نهه ويشت ده ولي د نارينه ووټرانو شميره شپاړس لکه يو اوويا زره درے سوه پينځه ده۔

Show More

Related Articles