اورکزئي: کور چهت راپروتو پيښه کښې ماشومانو زنانو پشمول اووه کسان مړه يو څلويخت ژوبل

پيښه کښې د زنانؤ او ماشومانو پشمول د اووه کسانو د مړه او د يو څلويښت ژوبل شوي دې، پيښه کښې ژوبل کسان د کوهاټ او هنګو اسپتالونو ته درملنئ دپاره رسول شويدي

 قبائلي ضلع کوزه اورکزئ کښې د وادۀ په مهال د يو کور برآمده غورځيدلې چې له وجې د ماشومانو او زنانؤ پشمول اووه کسان مړه او يو څلويښت ژوبل شوي دي۔

د مقامي پوليس ډي ايس پي عمر ترمخه دغه پيښه نن ماسپخين يوه بجه ليړي فيروزخيل سيمه کښې د يعقوب الله نومي تن په کور کښې هغه مهال رامخي ته شوي کله چې دغلته کښې د سيمي ګن شمير خلک واده ته ورغلې وه۔

پوليس وائي چي پيښه کښې د زنانؤ او ماشومانو پشمول د اووه کسانو د مړه او د يو څلويښت ژوبل شوي دې، پيښه کښې ژوبل کسان د کوهاټ او هنګو اسپتالونو ته درملنئ دپاره رسول شويدي۔

پوليس زياته وي چي پيښه سيمه کښې د تيري شپي راهسي باران وريدو له امله رامخي ته شويده۔

 

Show More

Related Articles