کرمه کښې د صوبائي اسمبلۍ په دوۀ څوکو د ۵۴ اميدوارانو ترمينځ مقابله کيدونکي ده

په دغه حلقه کښې شاوخوا پنځوس پولنګ سټيشنونه حساس ګرځولي شوي د کومو لپاره چې د سيکورټۍ انتطامات ترسره شوي

علي افضل افضال

د جولايۍ په شلمه نيټه قبائلي ضلع کرمه کښې هم د صوبائي اسمبلۍ په دوۀ څوکو انتخابات کيدونکي دي چرته چې په دواړو حلقو د يوې زنانۀ اميدوارې پشمول د څلور پنځوس اميدوارانو ترمينځ مقابله کيدونکي ده۔

په پاړاچنار او برۀ کرم مشتمل حلقه پي کې يوسل نهه کښې د رجسټرډ ووټرانو شميره يولک اووه آتيا زره اته څلور څلويښت ده چې پکښې يو لک پنځوس زره دوۀ سوۀ څلور اتيا  نارينه او دوۀ اتيا زره پينځه سوه شپيته زنانۀ شاملي دي۔

په دغه حلقه کښې يوسل يوديرش پولنګ سيټشنونو جوړ شوي چې پکښې شپږڅلويښت د زنانؤ او شپږڅلويښت د نارينو دي ولي يوکم څلويښت پکښې مشترکه پولنګ سټيشنونه هم شامل دي۔

د دې حلقې نه دوۀ ويشت اميدواران مقابلې ته ولاړ دي ولې اصلي مقابله پکښې د پاکستان تحريک انصاف سيداقبال ميا، آزاد اميدوار ابرار حسين جان او د آزاد اميدوار عنايت علي طوري ترمينځ کيدونکي ده۔

د پاکستان پيپلزپارټۍ کرنل (ر) جاويد الله خان، د عوامي نيشنل پارټۍ نذير حسين نوشي او آزاد اميدوار حاجي ظاهر حسين پشمول نور اميدواران هم خپل انتخابي مهم ښه خوش او خروش سره چلوي۔

تيرکال شوي عامو ټول ټاکنو کښې د پاکستان پيپلزپارټۍ اميدوار ساجد طوري د ټولو نه سيوا ووټونه اخستو سره پرله پسې په دغه حلقه کامياب شوې دې۔

همدا رنګ په کوزۀ کرمه او مينځنۍ مشتمله حلقه پي کې يوسل اته کښې يولک دوۀ اوويا زرۀ اته سوه اووۀ نوري رجسټرډ ووټران دي چې پکښې نهه نوي زره پينځه سوه څلور ديرش سړي او درې اوويا زرۀ دري سوه دري شپيته زنانۀ ووټراني شاملي دي۔

د دغه حلقې په يوسل پينځه ديرش پولنګ سټيشنونو کښې هم شپږويشت د سړو او شپږويشت د ښځو لپاره دي ولي درې آتيا پکښې مشترکه پولنګ سټيشنونو دي۔

په دغه حلقه کښې دوۀ ديرش اميدواران په ميدان دي چې پکښې د پاکستان پيپلزپارټۍ ډاکټر عارف طوري، د پاکستان تحريک انصاف شاهد بنګش،د جمعيت علماءاسلام (ف) رياض بنګش ولې قبائلي سردار حاجي سليم خان، جميل چمکني، سيف الله چمکني او پټان عبدالخالق د آزاد اميدوار په توګه الکيشن کښې برخه اخستې ده۔

 

د دې حلقې نه يواځينۍ د جماعت اسلامي زنانۀ اميدوارۀ او د مقامي رهنما حکمت خان حکمتيار کور ودانه ملاسه بي بي ده څوک چې د جماعت اسلامي په ټکټ اليکشن کښې برخه اخلي خو ولي تراوسه هغې د کرمې ضلعې آزاد اميدوارې علي بيګم په رنګ د اليکشن لپاره مهم نه دې چلولې۔

د کرمې ضلعې اليکشن کمشنر تنوير احمد همايون وينا ده چې په دغه حلقه کښې شاوخوا پنځوس پولنګ سټيشنونه حساس ګرځولي شوي د کومو لپاره چې د سيکورټۍ انتطامات ترسره شوي او په ټولو پولنګ سټيشنونو د اووه سوۀ نه سيوا سي سي ټي وي کيمرې لګولې شوي دي۔

د قبائلي ضلعې کرمې درې واړه اړخونو د ګاونډي هيواد افغانستان سره لګيدلې چې پکښې شمال اړخ ته ننګرهار، جنوب خوست، مغرب ته پکتيا او مشرق پله يې ټل، اورکزئ او خيبر ضلع واقع ده۔

کرمه ضلع کښې طوري بنګش، پاړه چمکني، اورکزي او نور قامونه آباد دي او دا چې دا ضلع په دريو تحصيلونو، پاړا چنار، صده او علي زئي مشتمل ده۔

پاړا چنار کښې د مسلمانانو سره سره د عيسائي ټولنې خلک هم په بېلا بيلو سيمو کښې آباد دي ولي صده بازار کښې هم هندوان او سيکان ژوند کوي۔

د دې ضلعې  د زړه راښکونکي سيمې شلوزان د سيوانو ذکر انګريزانو په خپلو کتابونو کښې کړې ولې له دې ترڅنګ د کرمې خوبانۍ او مونګ پهلي هم په ټول ملک کښې مشهور دي۔

له دې نه علاوه کرمي والي وريژې د دغه ځاې د خلکو د خوښې خوراک دې کومې چې په خصوصي توګه ميلمنو ته ورکولي کيږي۔

د ميډيکل کالج يونيورسټۍ او کيډت کالج نه علاوه د ګيس سهولت، اوبو سهولت ، سړکونه او د روزګار فراهمي د دغه ځاې اولس بنيادي غوښتني دي۔

Show More

Related Articles