جنوبي وزيرستان کښې د عوامي نيشنل پارټۍ په اميدوار تاج وزير ډزې شوي

په نامزد اميدوارتاج وزير داسې حال کښې ډزې شوي چرته چې سباله په قبائلي ضلعو کښې د صوبائي اسمبلۍ په شپاړس څوکو انتخابات کيدونکي دي

قبائلي ضلع جنوبي وزيرستان کښې د نامعلومه وسله والو لخوا د عوامي نيشنل پارټۍ اميدوار تاج وزير په ګاډي ډزې چې پکښې هغه بچ وتې دې۔

د مقامي ذرائعو ترمخه دغه ډزي تيره شپه د واڼا کيډټ کالج سره نزدې شوي چې پکښي دوۀ ګولۍ د تاج وزير په ګاډي لګيدلي دي۔

ميډيا سره خبرو کښې د عوامي نيشنل پارټۍ اميدوار تاج وزير ويلي چې تيره شپه نامعلومه موټر سائيکل سوارۀ د هغه په ګاډي پسي روان ؤ چې دغه مهال هغوئ تاج وزيرته د ګاډي ودرلود اشاره کړي خو ولې تاج وزير ګاډې نه دې ودرلوې چې پرې هغوئ ډزي کړي دي۔

څرګنده دي وي چې د عوامي نشينل پارټۍ په نامزد اميدوارتاج وزير داسې حال کښې ډزي شوي چرته چې سباله په قبائلي ضلعو کښې د صوبائي اسمبلۍ په شپاړس څوکو انتخابات کيدونکي دي۔

تاج وزير ويلي چې په قبائلي ضلعو کښې د انتخابات په وخت انتظاميه او نوري ادارې مخصوص اميدوارانو ته سيکورټي ورکوي او دا چې مونږ ته د خپلې سيکورټي لپاره وسله نه پريږدي نو ځکه پرې د نامعلومه خلکو لخوا حمله کيږي۔

ياده دي وي چې د قبائلي ضلعو خيبرپښتونخوا انضمام نه پس سبا د جولايۍ په شمله نيټه اووۀ واړه قبائلي ضلعو کښې د صوبائي اسمبلۍ په شپاړس څوکو ټاکني ترسره کيږي د کوم لپاره چې يو زر اته سوۀ اووۀ نوي پولنګ سټيشنونو جوړ شوي چې پکښې پينځه سوۀ څلور پينځوس انتهائي حساس او څلور سوۀ يو شپيته حساس ګرځول شوي دي۔

ذرائعي زياتوي چې د شمالي او جنوبي وزيرستان ټول پولنګ سټيشنونو حساس ګرځولې چرته چې به د پولنګ په  مهال د پوځ ځوان ډيوټي ترسره کوي۔

Show More

Related Articles