قبائلي ضلعو ته د انتخاباتو لپاره د سامان او عملې ليږلو کار شروع شوې

مقامي خلک وايي پولنګ سټيشنونو ته انتخابي سامان رسولو لپاره عام ګاډي مصروف کړې شوي دي چې له وجې يي دوي ته په تګ راتګ کښې ستونزې ورپيښې شوي

قبائلي ضلعو کښې سباله د جولايۍ په شلمه نيټه کيدونکي د صوبائي اسمبلۍ ټاکنو لپاه د انتخابي عملې او سامان ليږلو کار جاري شوے دے۔

د باجوړ ضلعې په دريو صوبائي حلقو پي کې يوسل، يوسل يو او يوسل دوۀ انتخابات کيدونکي دي د کومې لپاره چې د سامان ليږلو کار شروع دې او په سخته سيکورټۍ کښې پولنګ سټشنو ته عمله او سامان رسولې شي۔

باجوړ کښې د درې حلقو لپاره ټول درې سوه اته ديرش پولنګ سټيشنونه جوړ شوي چې پکښې اووۀ شپيته حساس ولې اووۀ ويشت ډير حساس ګرځولې شوي دي۔

بلخوا مقامي خلک وايي پولنګ سټيشنونو ته انتخابي سامان رسولو لپاره عام ګاډي مصروف کړې شوي دي چې له وجې يي دوي ته په تګ راتګ کښې ستونزې ورپيښې شوي دي۔

همدا راز شمالي وزيرستان کښې هم په پولنګ سټيشنونو د سامان د ويش عمل جارې دې او ضلعې ريټرننګ افسرعبدالقيوم وايي پولنګ سټيشنو ته د سامان په ليږلو کښې د څه ډول ستونزه نشته او د ويش عمل روان دې۔

د ريټرننګ افسر ترمخه زنانۀ عملې هم د پولنګ سټيشنونو سامان ترلاسه کړې چې پکښې يوې زنانۀ پرائزائنډنګ افسرې وويل په ټولو پولنګ سټيشنونو خفيه کيمرې لګول شوي او زنانۀ سټاف هم حاضردې۔

بلخوا د پاکستان اليکشن کميشن لخوا جاري شوي شميرې ترمخه په ټولو قبائلي ضلعو کښې به سباله اته ويشت لکه يو زر اته سوۀ اووۀ ديرش رجسټرډ ووټران د خپل ووټ استعمال کوي چې پکښې شپاړس لکه يو اوويا زره درې سوه اته سړې او يوولس لکه درې زره پينځه سوۀ يوکم ديرش ښځې شاملي دي۔

Show More

Related Articles