آيا د خيبر ضلعې زنانۀ به ناهيد آپريدي ته ووټ ورکړي؟

که چرې ناهيد آپريدي بورقه په سر کړي او د قبائلي روايت او اسلام په دائره کښې خپلي هلي ځلي پيل کړې نو بيا ورسره مونږ مرسته کولې شو

سلمان يوسفزے

د خېبرپښتونخوا نوې ضم شوې قبائلی ضلعو کښې سباله یو نوې تاریخ رقم کيږي چرته چې په وړومبي ځل د صوبائي اسمبلۍ لپاره د انتخاباتو ټولې تیاریانې ترسره شوي دي.

په شپاړس جنرل څوکو دغه ټاکنو لپاره دوه سوه اووه نوي امیدواران په مېدان کښې دې چې پکښې صرف دوه زنانه ناهید افریدي او ملاسه بي بي شاملې دي.

دواړه زنانه امیدوارانو کښې د کرمې حلقې یو سل اته ملاسه په نسبت د خېبر ضلعې حلقه یو سل شپږ ناهید افریدي د انتخابي مهم په مهال زیاته فعاله په نظر راغلې ده  څوک چې د عوامي نيشنل پارټۍ له اړخه په ټاکنو کښې برخه اخلي او د مهم لپاره ئي نه صرف زنانه خپل هدف ګرځولې ؤ بلکه وخت په وخت ئي د حجرو مخه هم کړې او د یوې زنانه په حېث ئي قبائلي روایات چیلنج کړي.

ناهید افریدي خیال لري چې د نارینؤ په نسبت به ورته زنانه په زیاته شمیره کښې ووټ ورکړې ولې په دغه حلقه کښې د ټي اېن اېن نمائنده په اړه یو شمیر زنانؤ نه د هغوي رائي پوښتلې چې پکښې بعضې خو د هغې په حق کښې وې ولې په لسګونو پکښې داسې هم وې چې سخت مخالفت ئي کړې دې.

په مخالفت کوونکو د جمرود نازیه هم شامل ده.

نيازيه ( فرضې نوم) ټي اين اين ته وويل ” دا د اسلام په ضد خبره ده چې يو زنانۀ دې بي پردې په انتخابي هلو ځلو کښې برخه واخلي، هو که چرې ناهيد آپريدي بورقه په سر کړي او د قبائلي روايت او اسلام په دائره کښې خپلي هلي ځلي پيل کړې نو بيا ورسره مونږ مرسته کولې شو”

هغي وويل مونږ ته خپله کورنۍ کله هم دا اجازه نه راکوي چې د سړو په برابر کېښنو او په ښکاره مخ انتخابي مهم کښې برخه واخلو ولې چې په قبائلي ضلعو کښې دا خبره بده ګڼل شي نو ځکه مونږ د خپلو مشرانو خبره نه شو غورځولې۔

ناهيد آپريدي غواړي چي د قبائلي زنانؤ سوچ بدل کړي

د دغه ضلعې شاه کس سيمي يوې بلي زنانۀ چې خپل نوم ګل زمينه ښائي ( فرضې نوم) ټي اين اين ته وايي ” د يوې زنانۀ لپاره ښه خبره دا ده چې هغه په پرده کښې کور کېښي مونږ هم ټول عمر د رميندارۍ سره خپل ژوند په کور تير کړې دې او د کور اخلي پخلي او نور کار مو کړې دې”

هغي وويل خيبر ضلعې زنانه کله هم کومې سياسي جلسې او غونډې ته نه دې ورغلې دلته دا رواج نشته چې څوک په سياسي هلوځلو کښې برخه واخلي۔

د ناهيد آپريدي په اړه ګل زمينې وويل مونږ ته نه ده معلومه چې څوک زمونږ لپاره ښه او بد دي مونږ غواړو چې هغۀ څوک کامياب شي څوک چې د دې اولس د خير ښيګرۍ جذبه لري۔

ځيني زنانۀ ګڼي چې په قامي اسمبلۍ کښې که خوا د زنانؤ شميره کمه وي نو ولې بلخوا د نارينه اميدوارانو په نسبت زنانۀ اميدوارانو ته فنډونه هم نه شي ورکولې نو ځکه دوي ناهيد آپريدي ته د ووټ ورکولو نه ويريږي۔

هم په دغه لړ کښې د وزير ډهنډ يو څو زنانۀ چې د ناهيد آپريدي سره په سياسي هلو ځلو کښې شاملې دې وايي چې دوي به د خپل ووټ له لارې ناهيد آپريدي کاميابوي ولي چې دا وړومبي موقع ده چې دوي د خپلې خوښي زنانۀ اميدوارې ته ووټ ورکړي۔

بلخوا د عوامي نيشنل پارټۍ خيبرپي کې يوسل حلقې اميدواره ناهيد آپريدي وايي چې هغې په اليکشن کښې د ګټې لپاره نه بلکې د قبائلي اولس او په خصوصي توګه د زنانؤ سوچ بدلولو لپاره برخه اخستي ده۔

هغه وايي د خپل سياسي مهم په خپل د خيبر ضلعې کوڅه په کوڅه ګرځيدلي او قبائلي زنانه يي دي ته چمتو کړي چې په خپله خوښه د خپل ووټ استعمال وکړي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې ناهيد آپريدي ويلي د هغې د کوم سياسي اميدوار سره مقابله نشته او نه غواړي چې په ټاکنو کښې دې خامخا برې ترلاسه کړي هغه وايي اصل مقصد مې زنانۀ د سياسي عمل برخه جوړول دي۔

د ناهيد په نظر دا د انضمام ميوۀ ده چې نن په خيبر ضلع کښې يو زنانۀ اميدواره د نارينو ، حجرو او بازارنو په مينځ کښې د زنانؤ لپاره خبره کوي هغه ګڼي د نارينو د نمائندګۍ په ځاې ضروري ده چي زنانۀ خپله په وړاندې راشي او د خپلو ستونزو حل کولو لپاره په خپله هڅي وکړي۔

Show More

Related Articles